د هرات ولایت ځايي چارواکي وايي، د روان کال په نهو میاشتو کې۲۲ زره ټنه طبي بوټي بهرنیو هېوادونو ته صادر شوي چې د تېر کال په پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي.
د چارواکو په خبره، دا بوټي چې ټول ارزښت یې ۲۴میلیونه، ۲۶۸ زره امریکايي ډالر کېږي، روسیې، متحده عربي اماراتو، ایران او امریکا ته صادر شوي دي.
د هرات سوداګرۍ او پانګونې خونې اجراییه آمر محمد یوسف امین وايي: « له نېکه مرغه موږ سږ کال له هېواد څخه بهر د طبي بوټو ښه پرېمانه صادرات لرل او ۲۲ زره ټنه بوټي مو صادر کړي. د دې بوټو ډالري ارزښت ۲۴ میلیونه ۲۴۶ زره کېږي. په دې بوټو کې د نباتاتو زڼي، زیره، شیرین بویه او نور شامل دي او تر ډېره روسیې، متحده عربي اماراتو، ایران متحده ایالتونو او نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.»
په صادر شویو بوټو کې د زیلرګ لرګي، توره زیره، شنه زیره، شیرینبیان، الوېرا، ادرک(زنجبیل)، دارچین، اوېښن، رزماري او یو شمېر نور طبي بوټي شامل دي چې د لوړ کیفیت او معیاري پروسېس له امله نړیوالو بازارونو کې ښه پېرودونکي لري.
هرات کې د عطارانو ټولنې رییس عبدالسلام امیني وايي: « موږ په صادراتي بوټو کې ډېر زیات ډولونه لرو، خو هغه بوټی چې ډېره وده لري، هغه ګلپر او زیره دي.»
د صادراتو ترڅنګ، هرات کې د طبي بوټو بازار هم ګرم دی او تر ډېره حکیمي درملو کې کارول کېږي.
په هېواد کې د عصري طبابت ترڅنګ یوناني طبابت لا هم په خلکو کې دود دی او ډېری خلک یې لا هم د خپلو ناروغیو د درملنې لپاره کاروي.
عطار محمد سعید رضایي وايي: « د هرات بازار د تېر په پرتله ښه شوی او خلکو هم د ګیاهي درملو په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړي. سږ کال صادراتو هم د پام وړ وده لرله.»
عطار عبدالاحمد وايي: « سږ کال د غرنۍ زیرې یومن[۷ کیلو] په ۲۹۰۰ افغانۍ دی، همدارنګه اوبیزه زیره، آویشن او د چایو لپاره د بابونې ګل لرو چې ډېر ښه بازار لري.»
د عطارانو ټولنې د معلوماتو له مخې، دا مهال هرات کې شاوخوا ۵۰۰ عطارۍ فعالیت لري چې نږدې زر ډوله طبي بوټي په کې پلورل کېږي.