د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان تپې پارک د پاکولو لپاره د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۴ مه) د چاپېریال ساتنې ریاست په نوښت عمومي حشر ترسره شو.
په دې حشر کې چې ځینو خصوصي موسسو او عامو خلکو هم ګډون درلود، له یاد پارک او لارو څخه کثافات، پلاسټیکي بوتلونه، کڅوړې او نور فاضله مواد راټول شول.
د کابل ولایت چاپېریال ساتنې ادارې د دې حشر پرمهال له ښاریانو وغوښتل چې کثافات بې ځایه ورنه غورځوي او دغه راز د ښار او چاپېریال ساتنې په برخه کې له اړوند ادارو سره همکاري وکړي.
د کابل چاپېریال ساتنې ریاست د اطلاعاتو آمر محمد یاسین بهادري وايي: « د کابل له ټولو ښاریانو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې دا هېواد او دا ښار زموږ خپل دي او د پاک ساتلو لپاره یې باید ځانګړې پاملرنه وکړو. همدارنګه غوښتنه لرو چې خلک دې خپل کثافات د ښاروالۍ له خوا په ټاکل شویو ځایونو کې واچوي، ترڅو د ښار له ککړېدو مخنیوی وشي.»
له کثافاتو پاک چاپیریال او ښار د سالمې ټولنې نښه بلل کېږي، خو هغه ټولنې چې چاپېریال یې ککړ او ښار یې له کثافاتو ډک وي، اوسېدونکي یې د ناروغیو په ګډون په نورو برخو کې هم ستونزې لري.
په ټوله کې د دې حشر موخه د ښار او چاپېریال د پاک ساتلو لپاره د خلکو هڅونه وه.
د پیوستون موسسې مرستیال فــــــرید احمد لودین وايي: « پاکه هوا، پاکې اوبه او پاک چاپېریال د یوې سالمې ټولنې نښه ده. که چېرې موږ همدا نن ورځ خپل چاپېریال ته پاملرنه ونه کړو، له بده مرغه زموږ ماشومان او راتلونکی نسل به د دې درنه بیه پرې کړي.»
نه یوازې کابل ښار بلکې د هېواد په زیاتو ښارونو کې خلک د ښار او خپل چاپیریال پاکوالي ته پام نه کوي او خپل ورځني کثافات او پلاسټیکونه په لارو او کوڅو کې اچوي؛ دا کار د ښاري اصولو خلاف عمل او د ښار چټلېدو لامل بلل کېږي.
که څه هم په ټولو ښارونو کې د ښاروالۍ ادارې فعاله دي، خو د خلکو له خوا د همکارۍ نه شتوالی د دې سبب شوی چې د ښارونو ظاهري بڼه د شته کثافاتو له کبله بدرنګه شي.