Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
دلاور: د کډوالو راتګ به د افغانستان د پرمختګ سبب شي

دلاور: د کډوالو راتګ به د افغانستان د پرمختګ سبب شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/15

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سرې میاشتې او سره صلیب نړیوال فډراسیون (IFRCS) په همکارۍ له هغو کډوالو کورنیو سره نغدي مرسته وکړه چې په دې وروستیو کې له پاکستان او ایران څخه د هېواد غېږې ته راستانه شوي.

د دې مرستې په لړ کې هرې راستنې شوې کورنۍ ته ۲۰ زره افغانۍ نغدې پیسې ورکړل شوې.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې چارواکي وايي، پاکستان په افغان کډوالو اباد و او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان د ودانولو لپاره په ګډه کار وکړو.

د سرې میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور کډوالو ته ډاډ ورکړ چې د حکومت په شمول پانګوال هم چمتو دي چې هر ډول مرستې ورسره وکړي.

د افغانې سري میاشتې ټولنې رییس شهاب الدین دلاور وايي: « زه باور لرم چې ستاسو راتګ به د افغانستان د پرمختګ سبب شي. ډېر هېوادونه دا خبره کوي چې کډوال وباسئ، ویې وهئ او بې عزته یې کړئ؛ مګر تاسو اوس د هغو هېوادونو حالات وګورئ. ما مخکې هم ویلي او بیا هم وایم چې تاسو هېڅ ډول اندېښنه مه کوئ، موږ نه له ایران کم یو او نه هم له پاکستان او له هرڅه برخمن یو. موږ داسې کاني زېرمې لرو چې له امله یې تر افغانستان بل بډای هېواد نه شته.»

شهاب الدین دلاور دغه راز ویلي، د اسلامې امارت د رهبر په لارښوونه به په ټولو ولایتونو کې د کډوالو لپاره ښارګوټې جوړ شي او له ټولو اسانتیاوو به برخمن وي.

له بلې خوا، کډوال وایي اوسنۍ مرستې بسنه نه کوي بلکې افغان پانګوال او نړیوال بنسټونه دې ورسره د ژوند کولو په موخه نورې مرستې هم وکړي.

دوی وایي، ګاونډیو هېوادونو خالي لاس را استولي او څه چې يې درلودل ګاونډیانو ورنه په زور ګرځولي دي.

له ایرانه راستون شوی کډوال صالح محمد وايي: « د اوس لپاره دا خواکي توکي کافي دي، خو موږ له شتمنو کسانو او سوداګرو غواړو چې له پاکستان او ایران څخه راستنو شویو کډوالو ته د کار زمینه برابره کړي. اوسمهال موږ کور او سرپناه نه لرو، باید موږ ته ځمکې راکړي او کورونه راته جوړ کړي.»

لطف الله بیا دوه میاشتې وړاندې پاکستان څخه په زور او جبر را ایستل شوی. دی وايي، له کلونو راهیسې يې خیبرپښتونخوا کې ژوند کاوه، خو په دې وروستیو کې پاکستانې پولیسو ورباندې د ژوند کړۍ تنګه کړې وه.

د نوموړي په خبره، پولیسو يې په کورنو برېښنا او د څښاک اوبه بندې کړې او له دې امله اړ شول چې خیبرپښتونخوا پرېږدي او افغانستان ته راستانه شي.

راستون شوی کډوال لطف الله وايي: « اکثریت خلکو په پاکستان کې خپل کورونه په ناچیزو پیسو وپلورل، له ډېرو حتا کورونه او شتمنۍ هم پاتې شوې. د پاکستان حکومت زموږ له کورونو برېښنا او اوبه پرې کړل او خلک یې مجبور کړل چې هرڅه پرېږدې او افغانستان ته لاړ شي.»

د افغانې سري میاشتې چارواکي دغه راز وايي، کډوالو سره د مرستو لړۍ اوس مهال په ۱۸ ولایتونو کې روانه ده او هڅه کوي چې نورې مرستې هم ورته را جلب کړي.

چارواکو د نړیوالو بنسټونو ترڅنګ په افغان پانګوالو غږ وکړ چې له راستنو شویو کډوالو سره په خپلو سیمو کې مرستې وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist