Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پښتین: د پاکستان پوځي رژیم ته د لوېدیځ له خوا د سیمې نا امنه کولو دنده سپارل شوې

پښتین: تیرا کې د پاکستان پوځي عملیات د وسله‌والو نه بلکې پښتنو ځپلو لپاره دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/14

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، د پاکستان پوځ په تیرا کې پوځي عملیات د وسله‌والو پرضد نه بلکې د پښتنو ځپلو او د پيسو ترلاسه کولو لپاره پیل کړي دي.

منظور احمد پښتین د ډیورند فرضي کرښې پورې غاړه د خيبر ايجنسۍ په تیراه او مرکزي کرمه کې د پاکستان پوځ له لوري روان عملیات د پښتون وژنې لویه دسیسه بولي.

پښتین ویلي، د پاکستان پوځ یادو سیمو کې پښتانه چې ښځې، ماشومان او پاخه عمر لرونکي کسان هم په کې شامل دي، د وسله‌والو ضد عملیاتو په پلمه له خپلو کورونو ایستلي او دامهال تر شنه اسمان لاندې د ژمي په سړه هوا کې ورځې شپې تېروي.

نوموړي د پاکستاني رژیم عملیات د پوځ ډالري جګړه بللې چې په خبره يې یوازې پښتانه او د هغوی مېنې او کورونه په نښه کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر  زیاته کړې: «  په تیرا او مرکزي کورمه کې د ښځو، ماشومانو، سپین ږیرو او سپین سرو د ژمي په سړه هوا او واوره کې او له لومړنیو اسانتیاوو بې برخې په کېږدیو کې یا تر شنه اسمان لاندې ژوند انساني غمیزه رامنځته کړې. د ریاستي جبر دغه کړنې د بېځایه کېدو درېدلو په ځای هغه لاپسې پراخوي، خو د اغېزمن شویو غږ څوک نه اوري.»

منظور احمد پښتین د پښتنو په مسایلو کې د خیبرپښتونخوا  د چارواکو او نورو ګوندونو پر دریځ هم تندې نیوکې کړې او وايي، هلته حکومت د پښتنو د وینو او اوښکو په موضوع کې یوازې بیانات ورکوي، خو د خپلو مشرانو او غړیو د خلاصون په موخه به په پراخو لاریونو او احتجاجونو لاس پورې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پشتین ویلي: « د خیبرپښتونخوا چارواکو هغه څرګندونې کافي نه دي چې وايي موږ دغو پوځي عملیاتو ته اجازه نه ورکوو. که دا خبرې حقیقت وي، نو هغه ډول یې باید مزاحمت وشي څه ډول چې یې د خپلو بندیانو د خلاصون په موخه کوي. په دغو څرګندونو او دریځونو کې هغه مهال د خبرو او عمل ترمنځ توپیر جوتېږي چې کله د پښتنو د وینې او اوښکو خبره شي، یوازې په بیاناتو بسنه کېږي مګرکله چې د خپلو بندیانو ستونزه پېښېږي، اعتراضي غونډې او احتجاجونه کېږي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د پښتونخوا او قبايلي ولس څخه غوښتي چې د دوی پر وړاندې د پاکستاني پوځيانو روان ظلمونه هېر نه کړي.

د پي‌ټي‌اېم غړي د پښتنو په سیمو کې د پوځ عملیاتو پر وړاندې د مخالفت او د يادو عملياتو درولو ډاډ ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شېراز مومند وايي: « موږ په کلکه د دغو عملیاتو غندنه او مخالفت کوو او مخنیوی به یې کوو او له نړیوالو څخه هم دا غوښتنه کوو چې له پاکستاني پوځ څخه دغه مطالبه وکړي چې دا عملیات ودروي.»       

د چارو شنوونکي د پښتنو پر وړاندې د پاکستان روان زور او جبر اوسنی نه بولي بلکې د دوی په خبره، د پاکستان پوځ د مشخصو پالیسیو له مخې په پښتونخوا کې دا دول کړنې له څو لسیزو راهیسې روانې کړې دي. 

د دوی په خبره، پاکستان نه یوازې دا چې خيبرپښتونخوا  او قبايلو کې عام خلک ځپي بلکې په خپله پاکستان کې هم نور ازادي پلوه قومونه ارام ژوند ته نه پرېږدي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د پنجاب حکومت د پښتنو خلاف تل دا ډول انساني، اسلامي ضد عملونه کړي دي، هغه ورځ را رسېدونکې ده، ولسونه به را وېښ شي او د پنجاب حکومت پر وړاندې به په پاڅون لاس پوري کړي مګر ښه خبره دا ده چې پاکستان له دغو ظلمونو لاس واخلي او نور دا بېوزله ولس ونه ځپي.»

د پاکستان پوځ له دې وړاندې د «ضرب غضب»، «عزم استحکام» او «سر به کف» په نومونو بېلو بېلو عملیاتو کې زرګونه پښتانه مشران او عام خلک وژلي او کلي او کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د دې هرڅه پر وړاندې يې د ملګرو ملتونو په شمول نړیوالواو سیمه‌ییزو بنسټونو نه یوازې دا چې د پاکستان روان کړي جبر مخه نه ده نيولې بلکې ترې دمه یې په اړه چوپتیا غوره کړې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist