پاکستان اعلان کړی چې افغان سوداګر کولی شي خپل هغه وارد کړي توکي چې اوس د دې هېواد سمندري بندرونو او ډيورنډ فرضي کرښې ته څېرمه ایسار پاتې دي، بېرته اصلي یا نورو هېوادونو ته انتقال او صادر کړي.
د دې هېواد سوداګرۍ وزارت ویلي، دا توکي چې د کراچۍ، ګوادر بندرونو او د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې ایسار کړای شوي، د صادرونکو په غوښتنه کولی شي له هر بندر بېرته نورو هېوادونو ته صادر شي.
دې وزارت په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، دا پرېکړه یې د فډرالي عوایدو ادارې له خوا د ځانګړې استثنا له ورکړې وروسته کړې.
د پاکستان سوداګرۍ وزارت ویلي: « د پاکستان سوداګرۍ وزیر د وارداتو او صادراتو ۱۹۵۰قانون د ۳۱ مادې له مخې ځانګړی واک کارولی. د همدې واک پر بنسټ، د ۲۰۲۲ د وارداتو د پالیسۍ حکم له A-6 بند څخه افغان ټرانزیټ مالونو ته استثنا ورکړل شوې. نو له دې امله، هغه ټول افغان ټرانزیټ مالونه چې د کراچۍ، ګوادر بندرونو او په فرضي کرښې ګمرکونو کې بند پاتې دي، اجازه لري چې بېرته صادر شي.»
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وړاندې ويلي، د افغان سوداګرو ټول مالونه د صادرونکو په غوښتنه د هر هغه بندر له لارې چې دوی یې غواړي، بېرته صادرولی شي.
افغان سوداګر بیا پر پاکستان سختې نیوکې کوي او وایي، دا هېواد تل هڅه کوي چې د افغان سوداګر او توکو پر وړاندې ستونزې جوړې کړي. د سوداګرو په خبره، پاکستان تل د سیاست غوندې په سوداګرۍ کې هم دوه ګونی یا دوه مخی چلن کړی.
افغان سوداګرمحمد رفېع ابراهیمي وايي: « د پاکستان حکومت یوځل بیا دوه مخې پرېکړه کړې چې افغان سوداګر باید د پاکستان له بندرونو څخه خپل توکي اصلي هېواد ته بېرته صادر کړي، دا لومړی ځل نه دی بلکې له دې وړاندې یې هم ورته پرېکړې پر افغان سوداګرو تپلې دي.»
ومو غوښتل په دې اړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت نظر هم واخلو، خو اړيکو ته يې ځواب را نه کړ. له دې وړاندې سوداګرۍ وزارت د دوشنبې په ورځ(د مرغومي ۲۲ مه) وویل، د تېرو دوو کلونو پرتلیز ارقام ښيي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ۴۰ سلنه کمه شوې.
د دغو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د ټیټېدو تر ټولو لوی لامل پر ډیورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ او سوداګرۍ لارو تړل کېدل ښودل شوي دي.
افغان سوداګر بیا وایي، ټول سوداګر باید هڅه وکړي چې د پاکستان په ځای بدیلې لارې او انتخابونه ولري.
سوداګر نبي افغان وايي: « ښه خبره دا ده چې سوداګر هم د بدیلو لارو په موندلو کار وکړي.»
پاکستان د تېر ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۱مه له افغانستان سره له نښتو وروسته پر ډیورنډ فرضي کرښه د تګ راتګ ټولې لارې وتړلې.له دې سره، د کرښې دواړو غاړو ته پر سوداګریزو توکو سلګونه بار موټر ایسار پاتې شول او سوداګرو ته د میلیونونو ډالرو په ارزښت زیان وا وښت.
اسلامي امارت بیا وايي، له پاکستان سره د سوداګريزو لارو بېرته پرانیستل کېدو ته ترهغې اجازه نه ورکوي چې اسلام اباد یې د سیاسي فشار وسیلې په توګه د نه کارولو او په هر ډول شرایطو کې د نه تړل کېدو پیاوړی تضمین نه وي ورکړی.