Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د خوست خلک د حرفوي سوالګرو په ضد د جدي اقدام غوښتنه کوي

د خوست خلک د حرفوي سوالګرو په ضد د جدي اقدام غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/14

د خوست ولایت اوسېدونکي وايي، په خوست ښار او شاوخوا سیمو کې د سوالګرو ګرځېدلو نه یوازې د ښار بڼه اغېزمنه کړې بلکې د خلکو په رواني حالت یې هم ناوړه اغېز کړی.

د خوست خلک وايي، ځینې سوالګر په حقیقت کې اړمن نه دي بلکې او سوالګري د یوې حرفې په بڼه کاروي.

د دوی په خبره، اړوند ځايي چارواکي باید د حرفوي سوالګرو د مخنیوي لپاره جدي هڅې وکړي او د دوی له منځه دې واقعي بېوزله کسانو ته د روزګار زمینه برابره کړي.

د خوست اوسېدونکی فرهاد شپون وايي: « دغو کسانو ته باید د کار زمینه برابره شي، ترڅو دوی په بازار کې له سوالګرۍ را وګرځي. دغه کسان د ټولنې پر نورو خلکو منفي اغېز کوي او دېته یې هڅوي چې د کار په ځای سوال وکړي.»

د خوست اوسېدونکی شوکت الله وايي: « سوالګري یو انساني ناورین دی او جامعې ته ضرر رسوي. په دې برخه کې باید ولسي خلک او دولتي ادارې دواړه ونډه واخلي، له دې خلکو سره مرسته وکړي، ترڅو ستونزه حل شي.»

په ورته مهال، بېوزله سوالګر بیا وايي، له دوی سره لنډ مهاله همکاري د ستونزو په حل کې مرسته نه شي کولی او اړتیا ده چې د روزګار دایمي زمینه ورته برابره شي.

اړمن امان الله وايي: « زما اقتصادي وضعیت خراب دی او نه شم کولی د کورنۍ نفقه پوره کړم. پرون مې لاس ګاډی را ویوست، خو د ورځې تر پایه مې ۲۰ افغانۍ کار وکړ. په دغو پیسو زه کومې اړتیاوې پوره کړم؟!»

اړمن کس غازي افغان وايي: « که حکومت له موږ سره داسې همکاري وکړي چې دایمي کار ولرو، بیا به سوال نه کوو.»

په خوست کې ځايي چارواکي د دې ستونزې د هواري خبره کوي او وايي، هڅې روانې دي چې له سوالګرو واقعي بېوزله کسان جلا او له بېلابېلو لارو ورسره مرستې وکړي.

د دوی په خبره، د حرفوي سوالګرۍ د مخنیوي لپاره یې جدي ګامونه پورته کړي او هڅه کوي په بشپړ ډول یې مخه ونیسي.

د خوست امنیه قومندانۍ کې له نشه یي توکو سره مبارزې مدیر واحد الله متوکل وايي: « هغه کسان چې د تعلیم ولس نه لري، موږ د پوهنې ریاست ته معرفي کړي او هغوی د زده کړو زمینه ورته برابره کړې. همدارنګه دوی مو د کار او ټولنیزو چارو ریاست او خوست ښاروالۍ ته معرفي کړي، ترڅو د کار زمینه ورته برابره کړي. له بلې خوا، موږ په حرفوي سوالګرو پسې ګرځو، نیسو یې او محکمې ته یې معرفي کوو.»

خوست کې د ځایي مسوولینو د معلوماتو له مخې، تراوسه د دې ولایت په کچه شاوخوا ۵۰۰ سوالګر ثبت شوي چې له ډلې یې ۲۵۰ تنو ته د مرستو رسولو ترڅنګ، د کار کولو فرصتونه هم برابر شوي، حال دا چې د حرفوي سوالګرو د مخنیوي په اړه یې هڅې دوام لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist