اور د سې شنبې په ورځ سهار شپږ بجې د جلال اباد ښار د لرګیو په یوه سرای کې ولګېد او ژر نورو سرایونو ته هم خپور شو، خو چاته په کې د سر زیان نه دی رسېدلی.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ چارواکي وايي، په دې اور لګېدنه کې د لرګیو پلورلو له لسو زیات سرایونه سوځېدلي دي.
د ننګرهار امنیه قوماندان مولوي محب الله حماس وايي: « شاوخوا شپږ بجې وې چې د لرګیو په دې منډوي کې اور لګېدلی، امنیتي پرسونل او د اور وژنې ټیمونو په وخت ځان ورساوه او د اور د پراخېدو مخه یې ونیوه.»
ننګرهار کې د نجارانو ټولنه وايي، دا اور د برېښنا په مزي کې د شارټۍ له امله لګېدلی، خو د اور شدت دومره زیات و چې ډېر ژر نورو سرایونو ته هم خپور شوی او په بشپړ ډول سوځېدلي.
دې ټولنې له ځايي حکومتي چارواکو غوښتي چې د دې دروند زیان د جبران په برخه کې دې له دوی سره مرسته وکړي.
د لرګیو د سرای مالک ضفرخان وايي: « دلته د لرګیو لسګونه ټالونه وسوځېدل او هر یوه دوکاندار ته له یونیم تر دوه میلیونه افغانیو زیان ورسېده.»
ننګرهار کې د نجارانو اتحادیې مرستیال لعل پاچا وايي: « دلته زموږ دوکاندارانو ته سخت زیان رسېدلی؛ دوی بېوزله او بېچاره خلک دي او له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې د دوی لاسنیوی وکړي.»
خو په ننګرهار کې ځايي چارواکي وايي، دوی د اور لګېدنې د دې پېښې په اړه څېړنې پيل کړې دي او له بشپړېدو وروسته به یې پایلې اعلان او له زیانمنو شویو کسانو سره مرستې وکړي.
د ننګرهار ولایت مرستیال مولوي غلام رحمان حیدري وايي: « ټولو ادارو په ګډه د اور مهارولو هڅه وکړه او اور مهار شو. انشالله د دې خلکو د زیان جبرانولو کوشش به هم کوو.»
د اور لګېدنې دا پیښه داسې مهال رامنځته شوې چې د افغانستان په نورو سیمو کې هم په سرایونو او مارکېټونو کې د اورلګېدنې پرمهال زیانونه اوړي او لامل یې د اور وژنې وسایلو او امکاناتو نه شتوالی دی.
اکثریت کتونکي په دې باور دي چې حکومت او په ولایتونو کې ځايي ادارې باید داسې پالیسي جوړه کړي چې په سرایونو او مارکېټونو کې د ناببره پېښو د بېلګې په توګه د اور لګېدو د وسایلو ساتل لازمي کړای شي.