Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی

جلالي: هند د افغانستان لپاره د درملو برخه کې د پاکستان ښه بدیل دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/14

د عامې روغتيا وزير د روغتيا سکټور پياوړتيا لپاره هند د پاکستان ښه او غوره بديل ګڼي او زياتوي چې د هند په اړه يې نظر له دې امله مثبت دی چې د دې هېواد درمل باکيفيته او د روغتيا برخه کې پراخې تجربې لري.

نورجلال جلالي دا څرګندونې له شمشاد سره ځانګړې مرکه کې کړې او زياتوي چې د هند همکاريو له پيل وړاندې، د افغانستان درملو بازار ۷۰ سلنه پر پاکستاني درملو تکيه لرله او يوازې ۳۰ سلنه درمل له هند، ترکيې، بنګله‌دېش او ازبېکستان څخه واردېدل.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي: « د درملو برخه کې۶۰ تر۷۰ سلنو موږ پر پاکستان متکي وو. زموږ مارکېټونو ته د پاکستان درمل راتلل، ۳۰ سلنه درمل له هندوستان، بنګله دېش، ایران، ترکیې او ازبېکستان څخه راتلل؛ موږ لازمه وګڼه چې هندوستان د پاکستان په ځای ښه بدیل کېدلی شي، ځکه هندوستان د درملو په برخه کې د سیمې په کچه ډېر پرمختللی هېواد دی.»

ډاکټران بیا وايي، هند په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې روغتیايي سکټور یې په عصري ټکنالوژۍ سنبال او د درملو کيفيت يې لوړ دی.

دوی وايي، د روغتیا په برخه کې له کابل سره د نوي ډيلي مرستې او همکارۍ به ډېرې اغېزناکې وي او افغانان به له دې وروسته باکیفیته درملو ته لاسرسی ولري.

د داخله ناروغیو متخصص عبدالحق قاضي ‌زاده وايي: « که چېرې هند د زړه له تله مرسته وکړي، هم د کادري کسانو ارتقاء، ظرفیت لوړونې او دغه ډول د درملو په برخه کې ډېرڅه کولی شي. دوی باید دلته د درملو تولیدي کارخونې فعالې کړي او دا به زموږ لپاره فوق العاده مثبت اغېز به ولري.» 

د افغانستان په بازارونو کې د درملو بیو لوړېدو په تړاو د عامې روغتیا وزیر په خپلو څرګندونو کې وايي، په مارکېټ کې کافي اندازه درمل شته او دامهال له هېڅ ډول کمښت سره مخ نه دی، خو په خبره يې، د درملو واردوونکو له لوري احتکار د درملو د بیو لوړېدو لامل شوی.

جلالي دغه راز وايي، ممکن په اوږدمهاله کې د درملو کمښت ستونزه رامنځته شي، خو په وینا یې د مخنیوي لپاره يې سر له اوسه هڅې پیل شوې او په همدې موخه ځینو هېوادونو ته سفرونه هم شوي.

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وايي: « تر ډېره حده په مارکېټ کې درمل شته، مګر ځینې تاجران احتکار کوي چې دا کار د شریعت او عرف له مخې منع دی. دا مهال درمل شته، خو په اوږدمهال کې اړتیا پېښېږي، د هغې لپاره مو هند ته سفر وکړ. زموږ د خوړو او درملو معین ایران ته هم سفر وکړ او د نورو سفرونو اراده هم لرو. د هېواد دننه کورني تولیدات هم لرو، هڅه کوو چې هغه تقویه کړو. په لومړي ګام کې به له داخلي درملواستفاده وشي او بیا نورې باکیفیته او په مناسب قېمت له هندوستان او نورو هېوادونو څخه وارد کړو. هیله شته چې دا تشه هم ډکه شي.» 

دعامې روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په کور دننه د درملو تولیدولو هڅې هم زياتې شوي او په دې برخه کې پر کورنيو پانګوالو سربېره، هند هم پراخې پانګونې ته لېوالتيا ښودلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist