د خيبر ايجنسۍ له تيرا درې څه باندې ۱۰۰زره اوسېدونکي د پاکستان پوځ له خوا په سړې هوا او نامعلوم برخليک کې له خپلو کورونو ايستل کېږي.
ځايي اوسېدونکي او د حقونو مدافعان دا کار جبر ګڼي او زياتوي چې د پاکستان پوځ تل په قبايلي سيمو او خيبرپښتونخوا کې د وسلهوالو ضد عملياتو په پلمه د عامو خلکو حقونه تر پښو لاندې کوي.
دوی وايي، د پاکستان پوځ ورسره په نورو سيمو کې د لنډمهالې مېشتېدنې او خپلو مېنو ته د بېرته راستنېدلو پرمهال د اړينو اسانتياوو برابرولو ژمنه نه ده کړې او اټکل کوي چې له همدې امله ښايي زرګونه ځايي کورنۍ له ناوړه بشري وضعيت سره مخ شي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د فرهنګي کميټې غړی مقيب خيبر وايي: « زموږ د تیرا ولسونه، ښځې، ماشومان او سپین ږیري په دې ساړه ژمي، ورښتونو او تروږمۍ کې د سړک پر سر شپې تېروي. دومره بد حالت دی چې د میندو په غږ کې کوچني ماشومان له سړې هوا مړه شول. هلته نه سرپناه شته، نه خوراکي توکي، نه درمل او نور امکانات. دلته د انصاف ادارې یرغمل دي او یوازې د عاصم منیر قانون چلېږي. پښتون ژغورنې غورځنګ مخکې هم ښکاره کړې او بیا هم په ډاګه وايي چې د دې ظلم پر وړاندې به درېږي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ پوخ باور لري چې د پاکستان پوځ په خيبرپښتونخوا او قبايلي سيمو کې د وسلهوالو خلاف د پوځي عملياتو په پلمه يوازې عام پښتانه هدف ګرځوي او د کورونو، جوماتونو په شمول يې بازارونه، روغتيايي مرکزونه او نور عامه خدماتي ادارې پر کنډوالو بدلوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی شېراز مومند وايي: « موږ دا پوښتنه کوو چې وخت وړاندې هم په دې سیمه کې نظامي عملیات شوي او د پاکستان پوځ له خوا دا وینا جاري شوې چې موږ د ترهګرو ملا ماته کړه او له دې سیمې مو و ایستل. اوس دا ترهګر دې سیمې ته له کومه راغلل، څنګه یې دلته کمپونه جوړل کړل او آباد شول؟ دا ټولو ته معلومه ده چې سیمه کې د پوځ او د دې خلکو کمپونه چېرته دي.»
د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، په تيرا کې د دوه مياشتنيو پوځي عملياتو په موخه له يادې درې د خلکو په زور بېځايه کولو بهير د جنوري په ۹مه پيل شوی او د همدې مياشتې تر ۲۵مې به دوام ولري.
له دې سره هممهاله، د شمالي وزيرستان په سپين وام او دته خېلو کې د پاکستان پوځ پر عامو خلکو بمبار کړی او په پايله کې يې ۵ ځايي اوسېدونکي وژل شوي دي.
پر خواله رسنیو د خپرو شويو انځورونو له مخې، په وژل شويو کې ماشومان هم شامل دي.
شنونکي د پاکستان پوځ په قبايلي سيمو کې پر بشر ضد جنايتونو تورنوي او زياتوي، د دې کار موخه يې له عدالت او حق غوښتنې د ځايي خلکو لرې ساتل دي.
د سياسي چارو شنونکی عبدالواحد فقيري وايي: « ترهغو چې پاکستان دا ونه مني چې ستونزه یې داخلي ریښه لري او باید په اړه یې له پښتنو او بلوڅانو سره ملي ډیالوګ ته کېني، زه فکر کوم د پاکستان وضعیت به نور هم خراب شي.»
د دې ترڅنګ د پاکستان پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، د جنوري په نهمه يې له امريکايي پوځيانو سره د ۱۳مې دورې ګډ پوځي تمرینات پیل کړي. په اعلاميه کې ويل شوي، د دې تمرينونو موخه د پاکستاني پوځيانو مسلکي او تخنيکي روزنه او دغه راز په پېچلو عملياتو کې د مهارتونو لوړول ده.