Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د غور خلک د لومړنیو خوراکي توکو له بیو لوړېدو شکایت کوي

د غور خلک د لومړنیو خوراکي توکو له بیو لوړېدو شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/13

له یوې خوا ژمی او سړه هوا، له بلې خوا د خلکو کمزری اقتصاد او ترڅنګ یې د خوراکي توکو لوړې بیې؛ هغه څه دي چې په غور ولایت کې یې د خلکو ژوند ستونزمن کړی.

د دې ولایت اوسېدونکي وایي، د ژمي په موسم کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او دوی یې د رانیولو وس نه لري. د دوی په خبره، چارواکي باید په بازارونو څار زیات او بیې کنټرول کړي.
د غور  اوسېدونکی بشیر محمدي  وايي: « له اسلامي حکومت هیله لرو چې غور ولایت ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه غور سوړ ولایت دی او په ژمي کې شدید ورښتونه لري، له کابل، هرات او نورو ولایتونو سره یې لارې بندېږي. د لارو بندېدو له امله خوراکي توکي نه را رسېږي او بیې یې لوړې ځي.»
د غور اوسېدونکی عبدالطیف شهریار
 وايي: « له بده بخته یو ځل بیا د ژمي په موسم کې ځینې توکي ګران شوي او خلک یې نه شي اخستلی. له اسلامي امارت هیله لرو د نرخونو لوړېدو ته پاملرنه وکړي.»

بله خوا، دوکانداران وایي، د ژمي موسم کې غور ولایت ته غځېدلو لارو خرابوالي او بندېدو له امله د خوراکي توکو لېږد ستونزمن کېږي او د توکو پر ټرانسپورټ زیات لګښت راځي او له دې امله یې بیه لوړېږي چې په خپل وخت بازار ته نه رسیږي.

هټۍوال خان محمد رحیمي وايي: « د نورو کالونو په پرتله سږ کال نرخونه ډېر لوړ شوي. د مثال په توګه، نورو کالونو کې مو یوه بوجۍ وریجې په ۱۵۰۰ افغانۍ اخیستې، خو سږ ژمی په ۲۰۰۰ دي. لامل دا دی چې د غور خلک سړک نه لري او په ژمي کې یې لارې بندېږی.»
هټۍوا لطیف ملک‌زاده وايي: « پنځه کاله کېږي چې زه غور کې دوکانداري کوم، خو سږ کال وضعیت خراب دی.»
هټۍوال نورجان وايي: « سږ کال د نورو کالونو په پرتله بیو کې توپير راغلی. په ژمي کې زموږ سړکونه بندېږي او کرایه لوړېږي. موږ د پاملرنې غوښتنه کوو.»

غور ولایت ته تر ډېره د اړتیا وړ لومړني خوراکي توکي له هرات او کابل ولایتونو لېږدول کېږي.

ځایي مسوولین د لارو خرابوالي له امله د توکو بیو لوړېدل مني، خو ټینګار کوي چې پر بازارونو بشپړ کنټرول لري او هېچاته په خپل سري ډول د بیو لوړولو اجازه نه ورکوي.

د غور صنعت او سوداګرۍ رییس عبدالستار موفق وايي: « طبیعي خبره ده چې د لارو له بندېدو وروسته د ځينو توکو په بیو کې تغییرات راځي، خو بازارونه زموږ تر کنټرول او څارنې لاندې دي. له سرغړوونکو سره به د قانون له مخې چلن وشي او د خلکو اندېښنې به لرې شي.»

غور د هېواد په کچه یو له هغو غرنیو ولایتونو دی چې په کې خلک له بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو کړېږي.
د دې ولایت اوسېدونکو په خبره، اړتیا ده چې په کې د خلکو لپاره د کاري زمینې برابرولو برخه کې جدي اقدامات وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist