Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ایران له وضعیت اندېښنې: ادامه یې د افغانستان پر سوداګرۍ او کډوالو منفي اغېز کولی شي

د ایران له وضعیت اندېښنې: ادامه یې د افغانستان پر سوداګرۍ او کډوالو منفي اغېز کولی شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/13

له تېرو څه باندې دوو اوونیو راهیسې ایران د پراخو ولسي پاڅونونو او لاریونونو له امله له سخت وضعیت او له سیاسي بې ثباتۍ سره مخ دی.

هلته روان مسایل که څه هم د یاد هېواد کورنۍ موضوع ګڼل کېږي، خو مستقیم او غیر مستقیم منفي اثرات یې ښايي پر افغانستان او ایران مېشتو افغان کډوالو بې اغېزې نه وي.

له پاکستان سره د هر راز سوداګریزو راکړو ورکړو تر بشپړ بندېدو وروسته ایران او د دې هېواد چابهار بندر د افغانستان سوداګرۍ لپاره دا مهال مهم ارزښت لري چې له خنډ سره د مخ کېدو په صورت کې به د هېواد پر بازارونو او صادراتي برخې منفي اغېز وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي وايي: « د ایران پر چابهار بندر تمرکز د ټرانزیټ د بدیلې لارې په توګه شوی او دغه راز هغه توکي چې له ایران یا د ایران له لارو افغانستان ته راځي، په ایران کې د هر ډول بې ثباتۍ له امله افغانستان ته د توکو د انتقال ځنډېدو، لګښتونو زیاتېدو او وقفې راتلو سبب شي. دغه چارې په پای کې د افغانستان پر بازارونو منفي اغېز کولی شي.»    

کډوالي د افغانستان او ایران ترمنځ هغه بله ګډه موضوع ده چې له امله يې د ايران په اوسني ترینګلي حالت کې ایران مېشت افغان کډوال اندېښمن دي.

که څه هم په ایران کې د افغان کډوالو په تړاو کره شمېرې په لاس کې نه شته، خو له اوږدې مودې راهیسې هېواد ته د دغو کډوالو له راستنېدو سره، لا هم له دوه تر درې میلیونه افغان کډوال په دې هېواد کې ژوند کوي چې ډېری هغه يې د را ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

د کډوالو حقونو مدافعان دې اندېښنې ته په کتو وايي، که په ایران کې ناندریز سیاسي وضعیت دوام وکړي او په فرضي توګه هلته سياسي بدلون رامنځته کېږي، ورسره به د یادو افغان کډوالو وضعیت لا پېچلی شي.

د کډوالو حقونو چارو فعال عبدالرزاق عدیل وايي: « که د ایران سیاسي او امنیتي وضعیت همداسې مخکې لاړ شي، د افغان کډوالو وضعیت به د ښه ژوند لپاره د هلو ځلو په ځای، د ژوندي پاتې کېدلو حالت ته ور وګرځي. د وضعیت په لا بدتر کېدو سره به د ژوند لګښتونه، د کور کرایه، خوراک او خدمات لا سخت شي، حال دا چې کاري او حقوقي امنیت یې کمېږي. تر ټولو لوی خطر اوږدمهاله بې ثباتي ده، یانې داسې یو وضعیت چې په کې افغان مهاجران نه خپل هېواد ته د تللو وس لري او نه هم په کوربه هېواد کې د پاتې کېدو لپاره روښانه لیدلوری.»         

دوی وړاندیز کوي چې اسلامي امارت ته په کار دي چې له ایران سره د ټولو دوه اړخیزه مسایلو په پام کې نیولو سره په دې هېواد کې وضعیت دقیق وڅاري او د هر احتمال له پېښېدو وروسته ورته خپلې مشخصې لارې چارې ولټوي، ترڅو منفي اغېزې تر ډېره بریده راکمې او د زیان مخه ونیول شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist