Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بهرنیو چارو وزارت د منیر اکرم تورونه رد کړل

حکومت: روان کال به هم د تېر کال په څېر له هېوادونو سره د تعامل کچه پراخه شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/13

حکومت وايي لکه څرنګه چې تېر ۲۰۲۵ کال له سیاسي پلوه او له هېوادونو سره د اړیکو په ټینګولو کې د افغانستان لپاره مهم او له پرمختګونو ډک کال و، روان کال به هم په دې برخه کې د لا زیاتو پرمختګونو کوربه وي.

بهرنیو چارو وزات وايي، له هېوادونو سره د سیاسي اړیکو ټینګښت او تعامل تګلاره یې په دیني او ملي ارزښت ولاړه ده او په ياده برخه کې د پرمختګ پر هڅو سربېره، له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي او ملي ګټو پربنسټ اړیکې ټینګول غواړي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « لکه څنګه چې په تېر کې د افغانستان اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره د افغانانو پر دیني او ملي ارزښتونو متکي وه، د راتلونکي لپاره به هم د افغانستان اسلامي امارت په بهرني سیاست کې همدا اساسات او ارزښتونه خوندي وي. د افغانستان اسلامي امارت ژمن دی چې له ټولو هېوادونو سره د خپلو ملي منافعو په رڼا کې د افغانانو د هیلو خوندیتوب له مخې، مثبت تعاملات او پیاوړې اړیکې ولري او د متقابل احترام پر بنسټ ولاړ تعامل خپل کړي.»

د روان ۲۰۲۶ زېږديز کال په سره کې حکومت په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت ته شارژدافیر معرفي کړ او ورسره یې د سوداګرۍ ارزښت ته په کتو مسوولان ټينګار کوي چې له دې هېواد سره هم د نورو هېوادونو په څېر حسنه تعامل او اړيکې غواړي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي: « افغانستان غواړي د نورو هېوادونو په څېر سیمه کې له مهم هېواد هندوستان سره هم ښې اړیکې ولري. په ځانګړې توګه د افغانستان لپاره  د تجارت په برخه کې چې د افغانستان د وچې مېوې ډېر صادرات هم هندوستان ته کېږي او له همدې هېواد د درملو واردات لرو، نو په همدې اساس زموږ لپاره مهم هېواد دی.»

شنونکي بیا وايي چې اړتیا ده اوسنی خارجي سیاست چې پرمټ یې روسیې د افغانستان حکومت پر رسمیت وپېژاند او تازه په هند کې د افغانستان سفارت اوسني حکومت ته ورسپارل شو، لا نور پیاوړی شي، ترڅو نړيوال قناعت وکړي او ومني چې پرمختللی او باثباته افغانستان نه یوازې د سیمې بلکې د ټولې نړۍ په ګټه دی.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب‌الله جامع وايي: « باید پيل کړی بریالی سیاسي تګلاره لا غښتلې شي او نړۍ ته قناعت ورکړل شي چې یو باثباته او پرمختګ پال افغانستان د ټولو په ګټه دی. په ورته وخت کې اړتیا ده چې په کور دننه یو شمېر داسې اصلاحات راوړل شي چې هغه د نړۍ او افغانستان د خلکو راضي کولو لامل کېږي.» 

باور دا دی چې له هېوادونو سره د اړیکو د ټینګښت د تسلسل ساتلو اولا پرمختګ لپاره دې یې د سیمې پر نورو مهمو هېوادونو تمرکز زیات او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کولو هڅې لا ډېرې شي.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: « باید تمرکز د سیمې په هغو هېوادونو او سترو هېوادونو وکړو چې سیمه او نړۍ کې فعال رول لري. د مشروعیت ترلاسه کولو لپاره باید د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ ترلاسه کولو لپاره په ۲۰۲۶ کال حتمي هڅه وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ حکومتي سرچینو تایید کړه چې په نوي دهلي کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل شوی او نور احمد نور چې په بهرنیو چارو وزارت کې یې د لومړي سیاسي رییس دنده لرله، د ياد سفارت د چارسمبالي په توګه ګومارل شوی.

تمه دا ده چې ممکن په نږدې راتلونکي کې په جاپان کې د افغانستان سفارت هم اسلامي امارت ته وسپارل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist