له ګاونډیو هېوادونو او په تېره بیا له پاکستانه په جبر او ظلم د افغان کډوالو ایستلو لړۍ په پام کې نیولو سره، یو شمېر مرستندویه ټولنې د کډوالو ناوړه حالت ته په کتو له دوی سره د مرستو لړۍ پیل کړي.
سعودي عربستان د ملک سلمان مرستندویه بنسټ له لارې د یکشنبې په ورځ د هېواد په درېیو شمالي ولایتونو جوزجان، سرپل او فاریاب کې له شاوخوا ۴ زرو راستنو شویو کډوالو سره د خوراکي توکو د مرستو لړۍ پیل کړه.
د سعودي عربستان له خوا په دغو شویو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، لوبیا، خرما او بوره شامل دي چې موخه یې د بېوزلو د لاسنیوي ښودل بلل شوي.
د توحید خیریه بنسټ مسول شاه زمین هلال وايي: « د ملک سلمان خیریه بنسټ په مالي ملاتړ او د توحید موسسې په همکارۍ نن په جوزجان ولایت کې له زرو اړمنو کورنیو سره مرسته وشوه. په دغو کسانو کې راستانه شوي کډوال، کورني بېځایه شوي، کونډې، یتیمان او غریبان شامل دي. په خوراکي توکو کې اوړه، بوره، لوبیا، وریجې او غوړي شامل دي. نږدې ورځو کې به د سرپل او فاریاب ولایت اړمنو ته هم مرستې ووېشل شي.»
په ورته وخت کې ځايي چارواکي د سعودي عربستان د دې مرستو هرکلي ترڅنګ ډاډ ورکوي چې شوې مرستې به په پوره شفافیت په بېوزلو ووېشلې شي.
دوی له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي چې راستنو شویو کډوالو سره دې ورته بشري مرستې وکړي.
د جوزجان کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي امان الله طلحه وايي: « زرو تنو ته په جوزجان ولایت او فیض آباد ولسوالۍ کې خوراکي توکي وېشل کېږي. په دغو اړمنو کسانو کې ۱۱۶ کورنۍ بېوزلان دي او ۸۸۴ کورنۍ هغه کسان دي چې له پاکستان او ایران څخه په جبر اخراج شوي دي.»
له بل لوري، راستنې شوې او بېوزله کورنۍ چې د مرستو دا کڅوړې یې ترلاسه کړې، له شویو مرستو مننه کوي خو وايي، دا مرستې یوازې په لنډ مهاله توګه د دوی ستونزې هوارولی شي، حال دا چې د دوی اساسي اړتیاوې د سرپناه او د روزګار زمینې برابرول دي.
دوی له اسلامي امارت غواړي چې د دوی د ستونزو اساسي او دایمي حل لارې ولټوي.
مرسته اخستونکی سیف الرحمن وايي: « موږ تازه له پاکستان راغلي یو، دلته کور، کار او روزګار نه لرو. باید له موږ سره مرسته وشي چې خپل ژوند بېرته په پښو ودروو.»
مرسته اخستونکی شاه محمد وايي: « ژمی دی، ساړه دي او موږ هېڅ ډول امکانات نه لرو. همدارنګه، سرپناه، حویلي او کور نه لرو چې په کې وه اوسېږو.»
مرسته اخستونکی خالد وايي: « موږ د سعودي عربستان له دې مرستو مننه کوو، موږ دا ډول ډېرو مرستو ته اړتیا لرو؛ ځکه موږ په سخت حالت کې یو. د خوراکي مرستو ترڅنګ، موږ د سرپناه او کور جوړولو ته هم اړتیا لرو.»
په یادو ولایتونو کې کډوالو د سرپناه او روزګار غوښتنه داسې مهال کړې چې اسلامي امارت په بېلابېلو ولایتونو کې ځمکې ځانګړې کړي، ترڅو د سرپناه جوړولو لپاره یې په راستنو شویو کډوالو ووېشي، خو د راستنو شویو کډوالو په وینا، په اوس وخت کې دوی د سرپناه جوړولو توان نه لري.