Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هلمند خلک: د خوراکي توکو لوړې بیې نور د زغملو نه دي

د هلمند خلک: د خوراکي توکو لوړې بیې نور د زغملو نه دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/12

د هلمند یو شمېر اوسېدونکي وایي، د خوراکي توکو د بیو لوړېدو د دوی د ورځني ژوند انډول ګډوډ کړی.

د دوی په خبره، اکثریت خلک ورځنۍ مزدوري کوي، خو اوس له یوې خوا ورته کار نه پیدا کېږي او له بلې خوا د خوراکي توکو د بیو لوړېدل ورته د زغم وړ نه دي.

د هلمند اوسېدونکی علي الله وايي: « غوړي او وریجې ډېر ګران شوي. یوه بورۍ وریجې ۳۰۰۰ افغانیو ته رسېدلې دي. له بلې خوا، بېکاري ده، په کار پسې ګرځو، خو څوک مو نه ګوماري.»

د هلمند اوسېدونکی ګلاب وايي: « زموږ منځ کې داسې کسان شته چې د شپې ډوډۍ نه لري. اوړه، غوړي، وريجې او نور توکي ټول قېمته شوي او خلک یې د اخیستلو توان نه لري. زه له ډېرې بېوزلۍ بازار ته پلی ځم راځم.»

په ورته وخت کې د لښکرګاه ښاروالۍ چارواکي وايي، د بازار د څارنې لپاره یې د کنټرول ټیمونه فعاله کړي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې پر خلکو توکي په لوړه بیه وپلوري.

د لښکرګاه ښاروالۍ ویاند محمد طاهر ابشار وايي: « لښګرګاه ښاروالي به د نرخونو د کنټرول لپاره ګامونه پورته کړي او هڅه به وکړي چې ښاریانو ته په سمه بیه توکي چمتو کړي. موږ د نرخونو د کنټرول لپاره له سوداګرو سره هم په خبرو بوخت یو.»

د هلمند د سوداګرۍ خونې چارواکي بیا وایي، هغه توکي چې مخکې له پاکستان څخه واردېدل، اوس یې بیې لوړې شوې دي. د دوی په خبره، سوداګر توانېدلي چې د پاکستان په ځای بدیلې سوداګریزې لارې پیدا کړي او ډېر ژر به له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته را وارد شي چې ورسره به بیې هم بېرته راټیټې شي.

د هلمند د سوداګرۍ خونې رییس غلام یحی پښتون وايي: « د پاکستان لارو بندېدو ډېر اغېز په وریجو او غوړیو کړی. زه تاسو ته زېری درکوم چې ډېر ژر به د دغو توکو بیې خپل عادي حالت ته راشي. حکومت او سوداګرو د پاکستان بدیلې لارې پيدا کړې دي او دا ستونزه به هواره شي.»

له پاکستان سره د لارو له بندېدو وروسته، په هلمند کې د وريجو، اوړو او غوړیو په ګډون د یو شمېر خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي. یو شمېر خلک وایي، د بیو لوړېدو تر شا د ځینو سوداګرو له لوري احتکار هم مهم لامل دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist