Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار له ګڼه ګوڼې شکایت؛ ښاریان له بهسودو پله ترعبدالخېلو د سړک پراختیا غواړي

د ننګرهار له ګڼه ګوڼې شکایت؛ ښاریان له بهسودو پله ترعبدالخېلو د سړک پراختیا غواړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/12

د جـــــــــلال اباد ښار د بهسودو سیمې دویم پل د تېر حکومت پرمهال د ټرافیکي بې نظمۍ او ګڼه ګوڼې پای ته رسولو په موخه جوړ شو، خو بیا هم بې نظمي او ګڼه ګوڼه په خپل حال پاتې شول.

له دې پله نیولې تر بلندغر بازار پورې هره ورځ خلک د ډېرې ګڼه ګوڼې له امله سخت کړاو سره مخامخ دي او نه شي کولی خپلو ورځنیو کارونو ته په وخت ورسېږي.

د دې سیمې خلک شکایت کوي چې ډېری وخت یې ناروغان په وخت روغتون ته د نه رسېدو له امله ژوند بایلي.

د جلال ابا ښار اوسېدونکی بخت جان وايي: « د بهسودو سړک ډېرتنګ دی، دا پراخول غواړي. دا سړک د عاجلو پېښو پرمهال د ډېر تکلیف سبب کېږي او نه شي کېدای ناروغ یا ټپي په بېړنۍ توګه روغتون ته ورسول شي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکی میرویس وايي: « له جلال اباد څخه تر کامې دوسرکې پورې ډېر مشکلات دي او هر سړی ورسره مخامخ دی. دا سړک یستوی دی او موږ له دولت څخه د دې سړک د پراخېدو غوښتنه کوو.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکي د دې ستونزې حل د جلال اباد – کونړ د لویې لارې پراخول او همداراز له بهسودو پله ترعبدالخېلو سیمې پورې د پلان شوي ۴۰ متره سړک چې ۱۲.۸کیلومټره اوږدوالی لري، د جوړولو بشپړول په ګوته کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی ګل رحیم وايي: « که دا سړک ژر جوړ شي، د خلکو ستونزې به کمې شي. بله خبره د قلعه جانان خان سړک او کونړ اډې سړک هم له ډېرو ستونزو سره مخ دي او هر وخت د دوی له لاسه پل بند وي.»

د جلال اباد ښار اوسېدونکی عبد الرووف وايي: « له بلند غر څخه تر دې ځایه ډېر رش وي او په ساعتونو څوک نه شي رسېدی. مامورین وظیفو ته نه شي رسېدی او ناروغان روغتون ته.»

د جلال اباد اوسېدونکی بخت جان وايي: « زموږ غوښتنه دا ده چې دا سړک پراخ شي او دوه لینه شي. همدارنګه هغه ۴۰ متره سړک چې د دامان او وچ تنګي په لار را روان دی، اړتیا ده چې ژر جوړه شي.»

ومو غوښتل د بهسودو له پله ترعبدالخېلو سیمې د ۴۰ متره سړک د پاتې کارونو د پیل په تړاو په ننګرهار کې د  ټولګټو چارو ریاست او همدارنګه ولایتي ادارې نظر ولرو، خو له پرله پسې اړیکو او انتظار وروسته هم په دې اړه څوک نظر ورکولو ته چمتو نه شول.

په کونړ – جلال اباد لویه لار د شته ګڼه ګوڼې کمښت او خلکو ستونزو حل په موخه د پخواني حکومت پر مهال له بهسودو پله ترعبدالخېلو سیمې پورې د څلوېښت مترو په پلــــــــنوالي او د ۱۲.۸ کیلومټرو په اوږدوالي د یوه سړک جوړېدو چارې پیل شوې وې، خو د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته د دې سړک چارې همداسې نیمګړې پاتې او له امله یې خلک له ستونزو سره مخ دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist