Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مهترلام ښاروالي د خپلو عایدو زیاتېدو خبر ورکوي

مهترلام ښاروالي د خپلو عایدو زیاتېدو خبر ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/08

د لغمان ولایت مرکز مهترلام بابا ښاروالۍ د یوې ولسي غونډې په لړ کې د خپلو عوایدو زیاتېدو خبر ورکوي.

د مهترلام ښاروالۍ چارواکو په دې غونډه کې وویل، د روان کال په لومړیو درېیو ربعو کې یې ۷۶ میلیونه افغانۍ عواید درلودل او غواړي دا عواید د ښار په پنځه ګونو ناحیو کې د ۱۲ پروژو په پلي کولو کې وکاروي.

د دوی په خبره، د پلان له مخې هڅه کوي چې د روان کال تر پایه د خپلو عوایدو کچه ۱۰۳ میلیونو افغانیو ته لوړه کړي.

د مهترلام ښاروال رحمت الله شهامت وايي: « موږ په روان کال کې ۱۲ پروژې لرو چې په ښار کې عملي کېږي. د عوایدو لپاره مو ۱۰۳ میلیونه هدف ټاکلی چې تر اوسه ۷۶ میلیونه عواید راټول شوي، همدارنګه ۵ پروژې د بشپړېدو په حال کې دي او پاتې نورې د تدارکاتو په پړاو کې دي.»

د مهترلام ښاروالۍ له خوا د دغو پروژو د پلي کولو خبره داسې مهال کېږي چې د دې ښار اوسېدونکي بیا په ښار کې موجوده ګڼه ګوڼه، بې نظمي او ورځ تر بلې زیاتېدونکی نفوس د اندېښنې وړ بولي او د همدې لپاره د ښار پراخولو غوښتنه کوي.

د مهترلام اوسېدونکی حفیظ الله وايي: « دلته له ۱.۵ میلیون څخه زیات کسان ژوند کوي، خو سړکونه، پلې لارې او واټونه ټول بند دي او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي.»

د مهترلام اوسېدونکی سید رحیم وايي: « زموږ یو شمېر حکومتي ادارې هم باید له ښاري سیمو ووځي او له ښار بهر سلطان غازي دښته ورته ځایونه جوړ شي، ترڅو خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شي.»

له بلې خوا، چارواکي بیا وايي د ښاري پراختیا، په ښار کې موجوده بې نظمۍ، ګڼه ګوڼې او د نفوسو د زیاتېدو ستونزو ته په کتو، یو شمېر کاروباري ادارې له ښاره بهر بل مناسب ځای ته لېږدول شوې دي.

دوی وايي، د ښار د موجوده حالت د کنټرول لپاره لا وړاندې عملي ګامونه پورته شوي او دا بهیر لا هم روان دی.

د مهترلام ښاروال رحمت الله شهامت وايي: « د ښار د ګڼه ګوڼې کمولو لپاره مو بارګينونه بهر وایستل؛ اوس لګیا یو د نجارانو لپاره هم له ښار څخه د باندې ترتیب برابروو. ورپسې فلزکاران، بیا مستریان او دغه شان نور کاروباریان له ښار څخه بهر ځایونو ته انتقالوو.»

د لغمان ولایت مرکز مهترلام ښار د پراختیا او د موجوده بې نظمۍ له منځه وړلو غوښتنه داسې مهال کېږي چې اوسمهال په دې ښار کې زیاته بې نظمي د رېکشا چلوونکو او لاس پلورونکو له امله رامنځته شوې.

ځینې کتونکي وايي، که چېرې له پلان سره سم د ښار د پراخولو او د شته ستونزو د حل لپاره اقدامات ونه شي، نو ممکن له دې پلوه د خلکو کړاوونه لا زیات شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist