دا لسم کال دی چې افغانستان په پرله پسې توګه د زعفرانو د کیفیت له پلوه لومړې مقام خپلوي او پر نړیوالو بازارونو راج کوي؛ داسې چې زعفران اوس د افغانستان لپاره د ویاړ په نښه بدل شوي.
دا طبیعي او ارزښتمن حاصل چې د لوړ کیفیت، ځانګړي رنګ، قوي بوی او بې ساري خوند له امله په نړیواله کچه ځانګړی ځای لري، یو ځل بیا یې د هېواد نوم روښانه کړ.
د هرات زعفرانو ته د لسم ځل لپاره هم د بلجیم په بروکسېل ښار کې د زعفرانو د ټسټ نړیوال انسټیټیوټ له خوا د کیفیت له پلوه لومړې مقام ورکړل شو.
په هرات کې د زعفران کارانو په خبره، دا چاره به په کور دننه د زعفرانو کرکیلې زیاتوالي، کیفیت لا ښه کېدو، معیاري پروسېس او بسته بندۍ ته د کروندګرو لېوالتیا لا زیاته کړي.
د هرات زعفران شرکت رییس جلیل احمد ملکي وايي: « دا خبره موږ ته دا انګیزه راکوي چې په لومړي ګام کې د زعفرانو تر کښت لاندې ځمکې پراخې کړو، زعفران کارانو ته ګټور ټرېننګونه ورکړو، پر کیفیت او ښه پروسېس یې لا ډېر کار وکړو.»
زعفران کار محمد فاضل فیضي وايي: « دا زموږ لپاره د خوشالۍ خبره ده چې د هرات زعفرانو یو ځل بیا لومړی مقام خپل کړ. له دې سره به موږ لا انګیزه پيدا کړو چې د افغانستان زعفران په لا غوره او پاکه بڼه د نړۍ تر بازارونو ورسوو.»
په ورته مهال، د افغانستان زعفرانو ټولنې مسوولان وایي، تېر ۲۰۲۵ کال کې ۶۷ میلیون ۵۸۰ زره ډالرو په ارزښت شاوخوا ۳۸ ټنه زعفران بېلابېلو هېوادونو ته صادر شوي.
د دوی په خبره، تېر کال بیا هم د زعفرانو صادرولو لپاره د وېزې ترلاسه کولو او هوایي دهلېز برخو کې له ستونزو سره مخ وو.
د افغانستان زعفرانو ټولنې رییس محمد ابراهیم عادل وايي: « زموږ د شرکتونو اوسنۍ ستونزې د پرمختللې ماشینري او کارخونو نه شتوالی دی. زموږ اکثریت سوداګر وېزو ته لاسرسی نه لري، ځکه زموږ د زعفرانو ډېره برخه هند، عربستان او هسپانیا ته صادرېږي، خو یوازې څلور یا پنځه شرکتونه کولی شي د دغو هېوادونو وېزې ترلاسه کړي.»
د زعفران په نوم دې ارزښتمن بوټي هرات کې شاوخوا ۲۵ زره کورنیو لپاره د کار زمینه برابره کړې او د هېواد د اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي. د هرات خلک او د زعفرانو په کار بوخت کسان د دې ګټور بوټي د کرکیلې پر زیاتوالي ټینګار کوي.
د هرات اوسېدونکی او زعفران کار احمد فرید وايي: « که دلته شرکتونه لا ډېر شي، هم به بزګرانو او هم نورو کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي.»
زعفران کار احمد فواد وايي: « ښه دی، په دې سره خلکو ته د کار زمینه برابرېږي.»
د هرات اوسېدونکې او زعفران کاره سیما وايي: « دا موږ ته انګیزه راکوي چې لا ډېرې هڅې وکړو او لا سخت کار وکړو. زه ډېره خوشاله یم او ځانګړی احساس لرم.»
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې پر ۱۲زره هکټار ځمکې زعفران کرل شوي چې ۹۵۰۰ هکټاره یې یوازي په هرات کې ده.
اوسمهال هرات ولایت د ټول افغانستان په کچه ۹۵ سلنه زعفران تولیدوي او په بازارونو کې یې د یو کیلو زعفرانو بیه ۱۰۵ زره افغانۍ ده.