اسلامي امارت د ایراني چارواکو هغو څرګندونو ته په غبرګون کې چې له افغانستان سره يې د هلمند سیند اوبو کې د حق په اړه کړې وایي چې، د افغانستان حکومت چمتو دی چې له دې هېواد سره د پخواني تړون له مخې کار وکړي.
د اسلامي امارت د مرستیال ویاند په خبره، اوس مهال په افغانستان کې ورښتونه لږ او سخته وچکالي ده چې له امله یې په کور دننه هم اوبه لږې شوې دي.
د اسلامي امارت چارواکي هم د ایراني چارواکو په څېر هیله لري چې سږنی ژمی به په افغانستان کې ډېر ورښتونه وشي، ترڅو د اوبو سطحه ورسره لوړه شي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « افغانستان اسلامي امارت وړاندې هم ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو د اوبو حق د پخوانیو تړونونو له مخې ورکوي. اسلامي امارت د هېچا د حق تلف کېدو پلوی نه دی، خو د وچکالیو له امله د هېواد په سیندونو او بندونو کې اوبه نه شته او دا یوه سیمه ییزه ستونزه ده او خپله ایران هم ترې ځورېږي.»
دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ایران ولسمشر خپل وزیرانو ته ویلي چې له افغانستان سره د حق آبې په اړه خبرې او بحثونه وکړي.
د ایران دولتي رسنیو د دې هېواد د برېښنا وزیر له خولې ويلي، ولسمشر مسعود پزشکان سیاسي چارواکو ته لارښونه کړې چې له افغانستانه د ایران حق آبې ترلاسه کولو په برخه کې خوځنده ګامونه واخلي.
د ایران د برېښنا وزیر ویلي، د خپلې حق آبې ترلاسه کولو لپاره یې دوه ځله د اسلامي امارت چارواکي راغوښتي او اوس هڅه کوي چې د درېیم ځل لپاره هم بلنه ورکړې. نوموړي زیاته کړې، که اړتیا شوه نو کابل ته به په دې اړه یو پلاوی هم واستوي.
د ایران د برېښنا وزیر عباس علي ابادي ویلي: « له افغانستان سره لا هم خبرې او هڅې روانې دي. د افغانستان حکومت چارواکي مو دوه ځله ایران ته رابللي وو او د درېیم ځل لپاره هم هڅه کوو چې هغوی دلته را وبولو. همدارنګه که اړتیا شوه راتلونکی ځل موږ چمتو یو چې یو پلاوی افغانستان ته واستو، ترڅو دا موضوع له نږدې او په جدي ډول تعقیب کړي.»
عباس علي ابادي دغه راز ویلي، له افغانستانه د حق آبې ترلاسه کولو په اړه ايران او ترکمنستان دواړه په هریرود کې حق لري، خو افغانستان د سلما بند د اوبو په بهیر کې جوړ کړی او دواړو هېوادونو ته یې د اوبو بهېدلو مخه ډپ کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، د سېشنبې په ورځ ولسمشر د ایران سیاسي چارواکو ته په دې برخه کې د لا زیات فعالیت لارښوونه کړې ده.
عباس علي ابادي ویلي: « موږ د هر ډول همکارۍ لپاره چمتو یو. خو سره له دې چې له افغان لوري سره مو ډېرې خبرې اترې کړې دي، تېر کال مو ونه شوای کولی خپله ټوله حق آبه ترلاسه کړو.»
د ایران د برېښنا وزیر هیله څرګنده کړې چې سږ کال د ښه ورښت په نتيجه کې خپله حق آبه ترلاسه کړای شي. د اوبو د تنظيم برخې متخصصان وایي، په افغانستان کې له کلونو راهیسې اورښتونه لږ کېږي چې ډېرځله په کور دننه هم د اوبو کمښت له کبله له ستونزو سره مخ کېږي. د دوی په خبره، له ایران سره د خبرو پرمهال اړتیا ده چې دا ټکی بیا بیا ور یاد شي.
د اوبو د تنظيم متخصص نجیبالله سدید وايي: « که تاسو د هلمند اوبو د تېرې یوې پېړۍ جریان ته وګورئ، جنجال هغه مهال راپورته کېږي چې سیمه کې وچکالي وي. سږکال د وچکالۍ څلورم پرله پسې کال دی او له بده مرغه تر اوسه ښه بارانونه نه دي شوي او هلمند سیند تر ډېره حده وچ دی.»
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په ایران کې سخته وچکالي او د اوبو کمښت هغه ستونزه ده چې ډېر ځله یې لوړ پوړي چارواکي په خبرې او رسمي ناستو کې له افغانستان سره د حق آبې اړوند ستونزه بیا بیا راپورته کوي.