په تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت لسګونه غونډې جوړې کړې دي، خو د اسلامي امارت استازي نه موجودیت له امله یې اغېزناکې پایلې نه دي لرلې.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر وایي، تېرو څه باندې څلورو کلونو کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان پر وضعیت وخت ناوخته غونډې کړې چې په خبره یې، د دې سازمان یوه لویه نیمګړتیا دا ده چې افغانستان اسلامي امارت استازي په کې ګډون نه درلود.
سهیل شاهین وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د اسلامي امارت په واک کې ورکړل شي، ترڅو استازی يې د امنیت شورا په غونډو کې د افغانستان ریښتينی انځور وړاندې کړي او خپل دریځ څرګند کړي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وايي: « د ملګرو ملتونو استازي یا بل څوک د افغانستان مسایل له خپلې زاویې تشرېح کوي او د مسایلو حل وړاندې کوي. تر اوسه په دې غونډو کې د افغانستان واقعي انځور نه دی وړاندې شوی او نه کومه واقعي حل لاره وړاندې شوې ده. نو په دې اساس لازمي ده چې د اسلامي امارت استازي ته اجازه ورکړل شي چې د افغانستان وضعیت او د مسایلو حل امنیت شورا او ملګرو ملتونو ته وړاندې کړي.»
د سیاسي چارو کارپوهان د ملګرو ملتونو په څېر لویو غونډو کې د اسلامي امارت استازي ګډون ځکه مهم بولي چې د نړۍ او سیمې هېوادونو اندېښنو ته په مستقیم ډول ځواب ووایي.
د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی وايي: « هغه ټولې غونډې چې په دې سیمه او نړیواله کچه ترسره کېږي، د اسلامي امارت د استازي شتون په کې لازمي او ضروري دی؛ ځکه هلته دوې خبرې کېږي، یا به دفاع کېږي او یا به تور لګول کېږي. د دې دواړو حالاتو لپاره د اسلامي امارت د استازي شتون حتمي دی.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه ابوالحسن صالحي وايي: « باید هېوادونو ته قناعت ورکړي چې د افغانستان حکومت په رسمیت وپېژني. همدارنګه د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته هم رسېدنه وشي، ترڅو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د څوک ترلاسه کولو ته زمینه برابره شي.»
د اقتصاد وزارت چارواکي وایي، د نړیوالو قوانینو له مخې اسلامي امارت د افغانستان واقعیت دی او ملګري ملتونه دې په دې سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال دوکتور عبداللطیف نظري وايي: « د نړیوالو اصولو او قواعدو او دغه راز د ملګرو ملتونو د منشور له مخې، د ملګرو ملتونو په ګډون باید په ټولو نړیوالو محافلو کې د افغانستان څوک اسلامي امارت ته ورسپارل شي. د امریکا متحده ایالتونه باید د افغانستان کنګل کړې شتمني آزاده کړي، ترڅو د افغانستان د خلکو د اقتصادي پشتوانې په توګه وکارول شي.»
خو نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو، رسمي تعاملاتو پیلېدلو او د ملګرو ملتونو څوکۍ لپاره ځینې شرطونه اېښي چې د ښځو او نجونو د حقونو خوندیتوب، د ټولګډونه حکومت جوړېدل، د ملي ډيالوګ پیلېدل او د ترهګرۍ او نشهيي توکو پر وړاندې مبارزه په کې شامله ده.
که څه هم اسلامي امارت په بیا بیا ویلي چې د اسلامي شرعیت په رڼا کې یې د ښځو حقوق خوندي کړي، خو دا او نور مسایل یې کورني ګڼلي او له هېوادونو یې غوښتي چې د افغانستان په داخلي مسایلو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.