سلګونه کسانو په کابل کې د بصیر په نوم د فني او حرفوي زده کړو مرکز کې له شپږ میاشتو مسلکي زده کړو وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
دوی په دې موده کې د موټرو ترمیم، ساختماني برېښنا، د مبایلو او کمپیوټر ترميم ترڅنګ په اور وژنې یا اطفایې سیسټم، نل غځولو او خیاطۍ څانګو کې عملي زده کړې کړې دي.
د بصیر فني او حرفوي زده کړو مرکز مرستیال احمد صادق نبي زاده وايي: « تاسو نن یوازې د فراغت سند نه ترلاسه کوی بلکې مهارت ترلاسه کوی. تاسو اوس کولی شی د کار بازار ته ننوځی او عاید ترلاسه کړی، د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړی او نورو ته هم کار برابر کړی.»
له دې مسلکي برخو فارغ شوي کسان له حکومت غواړي چې د کار زمینه ورته برابره کړي، ترڅو وکولی شي د خپلو کورنیو مالي ملاتړ وکړي.
له فني او حرفوي زده کړو فارغ مطیعالله وايي: « زه د خیاطۍ له څانګې فارغ شوم. له اسلامي امارت غواړم چې دلته روزل شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، ځکه پر دوی ډېر لګښت شوی او یوازې فراغت یې کافي نه دی.»
له فني او حرفوي زده کړو فارغ محمد ادریس وايي: « له دولت غوښتنه کوم چې له دې ځایه فارغو شویو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو هغوی دلته ترلاسه کړي مهارتونه عملي کړي.»
په ورته مهال، د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تګلاره يې دا ده چې خلکو ته د حرفوي زدهکړو د ورکړې ترڅنګ، د کار زمینه هم برابره کړي.
د دې وزارت چارواکي زياتوي، د حکومت مشرتابه له لارښوونې سره سم به فارغ شویو کسانو ته د کار زمینه برابره او عملا ًبه د کار مارکېټ ته وړاندې شي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین زاهد احمدزی وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه لارښونه دا ده چې ټولو وزګاره ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي، فني او حرفوي زده کړې ورکړل شي، ترڅو له خپل کسب او مسلک څخه حلاله نفقه پیدا کړي.»
د چارواکو په خبره، نه یوازې په کابل بلکې په ټول هېواد کې د حرفوي او فني زده کړو زمینه برابره ده او هر کال ترې زرګونه کسان فارغېږي او د خپل مسلک مطابق بازار کې کار کوي.