د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته، پاکستان له اقتصادي او سوداګرۍ پلوه درنو زیانونو سره مخ دی او له امله یې د ډیورنډ فرضي کرښې پورې غاړه پښتونخوا کې خلکو په پراخو اعتراضونو لاس پورې کړی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابېدو او د دواړو هېوادونو ترمنځ له وسله والو نښتو وروسته، اسلام اباد د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۲ مه له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې او لاهم د هر ډول تګ راتګ په وړاندې بندې دي.
د ورکړل شویو راپورونو له مخې، د خېبرپښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې سلګونو کسانو چې قبایلي مشران، سوداګر او د بار وړونکو لاریو ډرېوران په کې شامل وو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو د بند پاتې کېدو په خلاف احتجاجي لاریون وکړ.
لاریون کوونکو د دوی په ورځني ژوند باندې د لارو بند پاتې کېدو ناوړه اغېزو ته په اشارې خبرداری ورکړ چې که دا لارې په همدې ډول بندې پاتې شي، د خپلو احتجاجونو لمن به لا پراخه کړي.
دوی د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ بندې سوداګریزې لارې دې بېرته پرانیزي.
آزاد خبریال طاهر خان وايي: « خیبر ولسوالۍ کې چې کومه غونډه شوې، د پاکستان له حکومت یې غوښتنه کړې چې افغانستان سره د تګ راتګ ټولې لارې بېرته پرانیزي، په ځانګړې توګه د تورخم لاره. په دې غونډه کې د خیبرپښتونخوا سیاسي غړي، سوداګر، ځايي خلک او موټر چلوونکي شامل وو. د دوی نظر دا و چې د لارې بندېدو سره د پاکستان غاړې ته هم ګڼ شمېر خلک اغېزمن شوي او پر کاروبار یې ډېر منفي سیوری پروت دی.»
په ورته وخت کې د ملي عوامي ګوند(اېاېنپي) مرکزي شورا د پاکستان د پوځي رژیم له خوا د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل د ډیورنډ فرضي کرښې ها خوا خلکو باندې اقتصادي ګوزار بللی.
د دې ګوند پر ایکس پاڼه د پاکستان له پوځي رژیم غوښتنه شوې چې دا لارې دې بېرته پرانیزي.
د ملي عوامي ګوند په غوښتنه کې راغلي: « د ملي عوامي ګوند مرکزي شورا د خبرو او ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د ټولو مسایلو پر حل ټینګار کوي. د خېبرپښتونخوا او بلوچستان د خلکو اقتصاد تر ډېره له افغانستان سره په سوداګرۍ پورې تړلی. دا ګوند له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړل د خېبرپښتونخوا او بلوچستان په خلکو اقتصادي ګوزار بولي. ګوند د یادو لارو د ژر تر ژره خلاصولو غوښتنه کوي.»
له بلې خوا، د اقتصادي چارو کارپوهان بیا وايي، په پاکستان او په تېره بیا په قبایلي سیمو کې رامنځته شوی اقتصادي او سوداګریز ناورین د پاکستان د پوځي رژیم د ناسمو سیاستونو زېږنده دی.
دوی وايي، د دې حالت دوام به د ډیورنډ فرضي کرښې کوزې غاړې ته سوداګر او عام خلک نور هم زیانمن کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي:« په پاکستان کې خلک پر حکومت اعتماد نه لري او حکومت هم داسې کوم کار نه دی کړی چې خلک پرې باور وکړي. حکومت تل د غرور لاره نیولې او خلکو ته یې څه نه دي ورکړي.»
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « د دې لارو له بندېدو سره د پښتونخوا نږدې ۵۰ سلنه خلک له بېکارۍ سره مخ شوي. که د پاکستان حکومت د خپلو خلکو غوښتنې مني، نو باید افغانستان ته قوي تضمین ورکړي.»
تر دې مخکې هم سلګونه کسانو چې قومي مشران، سوداګر او نور خلک په کې شامل وو، ورته احتجاجي لاریونونه کړي وو او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د تړل شویو سوداګریزو لارو د خلاصولو غوښتنه کړې وه.