Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د وېنزوېلا پرتله کول ناسم بللي

د امریکا بهرنیو چارو وزیر له افغانستان سره د وېنزوېلا پرتله کول ناسم بللي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/06

پر وېنزوېلا د امریکا برید د دې هېواد چارواکو، رسنیو او سیاستوالو ترمنځ له افغانستان سره د پرتلنې باب پرانیستی.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر وېنزوېلا له برید وروسته، په دې اړه کنفرانس کې دې پرتلنې ته په اشارې د افغانستان قضیه د امریکا په سیاست کې هغه ماتې بللې چې په وینا یې پر دې هېواد د خندا او تمسخرلامل شوه.

تازه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم له وروستیو بدلونونو وروسته په تازه مرکه کې له افغانستان، عراق او لېبیا سره د وېنزوېلا پرتله کول ناسم بللي.

هغه ویلي، د دې ترڅنګ چې د یادو څلورو هېوادونو ترمنځ د ستونزې له اړخه لوی توپیر موجود دی، دا هېوادونه له جغرافیوي اړخه هم سره بشپړ توپير لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي: « موږ له پيله په دې اړه ډېر روښانه دریځ درلود؛ ځکه داسې انګېرم چې خلک اوس هم هرڅه د ۲۰۰۱ کال، ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ زېږدیز کلونو ترمنځ د بهرنۍ پالیسۍ له زاویې تحلیلوي. دوی داسې انګیري چې د بهرنۍ پالیسۍ ټول جوړښت لېبيا ده، عراق یا افغانستان دی. خو وېنزوېلا منځنۍ ختیځ نه دی، هلته زموږ ماموریت ډېر توپیر لري. هغه د لوېدېځې نیم کرې برخه هېواد دی.»

له دې وړاندې هم د روانې پېړۍ لومړیو کلونو کې پر افغانستان او عراق د امریکا پوځي برید له کبله د دې هېواد پر بهرنۍ پالیسۍ توندې نیوکې وشوې او په پوځي برخه کې د سترې ناکامۍ نوم ورکړل شو.

دا مسئله ان په خپله د اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري بار بار تر نیوکو لاندې نیول شوې او په نړيواله کچه یې د امریکا د سیاسي او ډېپلوماټیکې ماتې په توګه یاده کړې ده.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « د افغانستان او وېنزوېلا موضوعات له تاریخي او جغرافیايي پلوه دوه جلا مسایل دي او له یو بل سره هېڅ ډول تړاو نه لري. له سیاسي پلوه د ټولو هېوادونو مسایل لږ او ډېر توپير لري. وېنزوېلا د امریکا په لویه وچه کې یوه نفت خېزه سیمه ده چې اوسمهال چینیانو، روسانو او ایرانیانو په کې لاس درلود.»   

بل پلو، د چارو شنونکي په دې باور دي چې که څه هم یاد شوي څلور هېوادونه د جغرافیوي موقعیت له مخې د پرتلې وړ نه دي، خو په ټولو هغو کې د امریکا اصلي موخه په سیمه او نړيواله کچه د خپل نفوذ ساتل، د مخالفو حکومتونو تضعیف او له منځه وړل وو چې ياد هېواد یې د ۲۱مې پېړۍ له پيله تعقیبوي.

دوی که څه هم په وېنزوېلا کې د امریکا د ښکېلتیا په تړاو وړاندوېنې او تحلیل له وخت مخکې قضاوت ګڼي، خو باور لري چې ښايي دا مسئله په راتلونکي کې نوي اړخونه پيدا کړي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « دا پوښتنې په عمومي توګه راپورته کېږي، خو د ټرمپ حکومت هڅه کوي دا دوه توکي سره جلا کړي او خلکو ته ډاډ ورکړي چې دا دوه له یو بل سره تړاو نه لري. د دوی په اندې، وېنزوېلا د دوی په ګاونډ کې پروت هېواد دی او دوی پرې پوره کنټرول لري، خو افغانستان، عراق او نور هېوادونه له امریکا ډېر لرې وو.»       

دا هرڅه داسې مهال دي چې متحده ایالتونو په لاتیني امریکا کې د مخالفو هېوادونو له ډلې دوې ورځې وړاندې پر وېنزوېلا مخامخ برید وکړ او د دې هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن یې له نيولو وروسته امریکا ته ولېږدول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist