۷۱ کلنه طوطیا چې د خپل عمر ۴۰ کلونه یې په پاکستان کې تېر کړي، یوه له هغو راستنو شویو کډوالو ده چې د کابل ښار په یوه څنډه کې ترخیمې لاندې ژوند کوي.
دا او کورنۍ یې یوه نیمه میاشت مخکې د پاکستان پوځي رژیم له خوا په جبري ډول او خالي لاسونو له پاکستان څخه و وایستل شول.
طوطیا په خپله کورنۍ کې پنځه غړي لري چې د ژمي په سړه هوا کې تر خېمې لاندې پرته له دې چې د ژوند لومړنیو اسانتیاو ته لاس رسی ولري، د کابل ښار په شپاړلسمه ناحیه کې ژوند کوي.
دې له شمشاد ټلویزیون سره په خبرو کې وویل، د سرپناه، خوراکي او سون تو نه شتوالي او د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته نه لاس رسی يې ژوند د هرې ورځې په تېرېدو سره لا سختوي.
د دې زوی شاه محمد د کډوالۍ په موده کې دوی ته ورپېښو ستونزو ته په اشارې وايي، اوس چې خپل هېواد ته راستانه شوي، ستونزې یې لا زیاتې شوې دي.
د هغې په وینا، د ورځنیو اړتیاوو پوره کول او په تېره بیا د ژمي په سړو کې د دوی د خیمې ګرمول په یوې ورځنۍ جدي ستونزې بدل شوي.
راستنه شوې کډواله طوطیا وايي: « په دې ساړه ژمي کې مې دا ډول ژوند دی، په دې خېمه کې اوسېږم. له حکومت غوښتنه کوم چې داسې څه راکړي چې ګوزاره مو پرې وشي. هېڅ شی نه لرو.»
راستون شوی کډوال شاه محمد وايي: « نه لرګي لرو او نه خوراکي توکي. له موږ سره دې مرسته وکړي.»
د طوطیا خیمې ته ورڅېرمه بیا د باريداد کورنۍ لیدل کېږي چې د دوی په وینا، له پنځو میاشتو راهیسې په یوه کوټه کې ژوند کوي.
د باريداد کورنۍ لس غړي لري. هغه وايي، د دې یوې کوټې د ګرمولو لپاره له پلاسټیکو او نورو غیر سون موادو استفاده کوي چې دوی يې مریضان کړي هم دي.
راستون شوی کډوال باریداد وايي: « نه کار لرم، نه خېمه او نه هم د لرګیو اخیستلو وس لرم. ما په پاکستان کې ۴۵ کاله تېر کړي او ۵ میاشتې کېږي دلته راغلی یم. اوس هېڅ نه لرم، تاسو دا حالت ګورئ، پلاسټیکونه راټولوم او سوځوم یې.»
راستنه شوې کډواله بي بي وايي: « زما مشر زوی معیوب دی، هېڅ نه شي کولی، دا پاتې نور کوچني ماشومان دي. زما لاس خوږ دی او نورې روغتیايي ستونزې هم لرم. ډاکټر وایي عملیات وکړه، خو زه پیسې نه لرم.»
د دوی ترڅنګ، سردار بیا یو بل راستون شوی کډوال دی چې په ورځنۍ توګه د ژوند له کړاوونو سره لاس او ګرېوان دی. همدارنګه، داود بیا هم هغه راستون شوی کډوال دی چې په یوه داسې سرای کې یې اړولي دي او د ژوند کولو لپاره هېڅ راز اسانتیا نه لري.
دوی وايي، له ناوړه اقتصادي حالت سره مخامخ دي او تراوسه پورې هېڅ یوې ادارې ورسره مرسته نه ده کړې.
دوی له حکومته غواړي چې د دوی ستونزې دی ور حل کړي.
راستون شوی کډوال سردار وايي: « له ۴۵ کالو وروسته هېواد ته راغلی یم، دلته هېڅ هم نه لرو، په خېمو کې ژوند کوو. له موږ سره د مرسته وشي، ترڅو خپل ژوند برابر کړو.»
په ورته وخت کې د ۱۷ ناحیې د ګذر وکیل وايي، په دې سیمه ۹۰ سلنه هغه خلک ژوند کوي چې له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي او یا هم له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي دي.
په دوی کې شاوخوا ۳۰ کورنۍ هغه کډوال دي چې له ایران او پاکستان نه شاوخوا شپږ میاشتې مخکې هېواد ته راستانه شوي دي. دوی هم له حکومت او نړیوالو ادارو د مرستو غوښتنه کوي.
د کابل ښار د شپاړلسمې ناحیې د ګذر وکیل فرهاد احمدي وايي: « زموږ په ساحه کې ۹۰ سلنه مېشت خلک بېځایه شوي او کډوال دي. له ۲۰ تر ۳۰ کورنۍ چې تازه له پاکستان څخه راستنې شوې، دا خلک هم دلته پراته دي او د ژوند حالت یې له صفر هم ښکته دی. دا خلک سرپناه نه لري او بې روزګاره دي.»
راستانه شوي کډوال او بې ځایه شوې کورنۍ په روان ژمي کې د ورپېښو ستونزو او کړاوونو دا شکایت داسې مهال کوي چې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو د راستنولو بهیر په چټکۍ سره لا هم روان دی.
موږ وغوښتل د دغو کډوالو د ستونزو په اړه د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت نظر هم را واخلو، خو له بیا بیا هڅو سره هم بریالي نه شو.
تر دې مخکې دې وزارت ویلي وو چې راستنېدونکو کډوالو ته د اسانتیاو برابرولو لپاره یې هلې ځلې روانې دي او د کډوالو د لاس نیوي ډاډ یې ورکړی.