Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
سوداګر: د خوراکي توکو بیې د یوې خاصې کړۍ له خوا په خپل سر لوړې شوې دي

سوداګر: د خوراکي توکو بیې د یوې خاصې کړۍ له خوا په خپل سر لوړې شوې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/05

له ولایتونو سربېره په پلازمېنه کابل کې هم خلک شکایت کوي چې په وروستیو کې د خوراکې توکو بيې لوړې شوي او دوی يې د اخیستو وس نه لري.

دوی ځينې سوداګر ګرموي چې ګني له پاکستان سره د لارو بندېدو په پلمه په خپلسرې توګه په بازار کې د توکو بيې لوړوي او حکومت هم ترې څارنه نه کوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « د پاکستان د لارو بندېدل پلورونکو ته یوه بهانه ګرځېدلې، په داسې حال کې چې سوداګر د یوه پاکستان په ځای اوس ټولو ګاونډیانو او نړۍ هېوادونو ته لارې لري. اوس د خوراکي توکو بيې له ۲۰ تر ۳۰ سلنو لوړې شوې دي.»

د کابل ښار یو بل اوسېدونکی وايي: « د پاکستان د لارو تړل کېدو له امله د توکو بیې لوړې شوې، خو د لارو تړل کېدل یوه بهانه او دروغ دي. موږ ځینې توکي له پاکستانه واردول، خو اوس له ایرانه راځي، نو ولې یې باید نرخونه پورته شي؟»

په ورته مهال، هټۍوال وايي د خوراکې توکو بيې په تېرو څو ورځو کې د سالنګ لارې بندېدو له امله څه ناڅه لوړې شوې، خو په خبره يې د تېر په پرتله ډېرې ټيټې شوې دي. دوی وايي، د حکومت له خوا نرخنامې ورکړل شوې او هېڅوک ترې سرغړونه نه شي کولی.

هټۍوال سیدمحمد وايي: « د نرخونو لوړېدو لامل د موټرو کرایه ده. کله چې واوره وشي او لارې بندې شي، نو کرایه هم لوړه شي. چې لاره خلاصه شي، بېرته به نرخونه هم ټیټ شي.»

د خوراکي توکو د پلورونکو ټولنې مرستیال حاجي زلمی وايي: « دا هسې آوازې دي، زه فکر نه کوم تاجران دې دا ظلم وکړي، نرخونه کنټرول دي او داخلي فابریکې د تولید په حال کې دي، هېڅ ستونزه نه شته، زه دا هرڅه ردوم.»

بله خوا، ځينې پانګوال هم ادعا کوي چې يوه خاصه کړۍ په بازارونو کې د توکو او په ځانګړې توګه د خوراکي توکو بيې په خپل سر لوړوي او د خلکو اقتصادي ستونزې په پام کې نه نيسي.

سوداګر عبدالنصیر ریښتیا وايي: « موږ نه شو کولی ټول پانګوال ملامت کړو، خو په بازار کې ځینې مافیايي کړۍ شته چې په احتکار او انحصار لاس پورې کوي. دوی د مارکېټ د تقاضا له مخې کار نه کوي، نو تر هغو چې د دې کار مخه ونه نیول شي، دا ستونزه به هم جاري وي. زما نظر دا دی چې نور شرکتونه هم مداخله وکړي، حکومت هم لاس په کار شي او په بازار کې د پانګونې لپاره زمینې ډېرې شي. هرڅومره چې پانګونه ډېره شي، مثبت اغېز لري.»

د ریښتیا په خبره، له پاکستان سره د لارو تړل کېدو نه یوازې د خوراکي او غیر خوراکي توکو په نرخونو هېڅ اغېز نه دی کړی بلکې اوس افغانستان له ۸۰ هېوادونو سره راکړه ورکړه لري.

د کابل ښاروالي هم مني چې د ځينو واردېدونکو توکو بيې لوړې شوي، خو په خبره يې د کنټرول په موخه یې نرخنامې چمتو شوې او ژر به په بازار کې ووېشل شي.

د کابل ښاروالۍ استازی نعمت الله بارکزی وايي: « اوس مهال د افغانستان د ملي کرنۍ (افغانۍ) د امریکايي ډالر په مقابل کې ډېر ښه دی، خو ځینې نور مسایل هم شته چې د بیو په ټاکلو کې اساسي فکټورونه دي. دا چې موږ خپل اکثریت لومړني مواد له بهر څخه راوړو، نو ځینې مسایل په کې دخېل دي. کابل ښاروالي دې موضوع ته متوجه ده او نوې نرخ پاڼه به سبا په بازار کې ووېشل شي چې په کې د اوړو او غوړیو په ګډون د ځینو توکو نرخونه ټیټ شوي.»  

له دې وړاندې د کابل اوسېدونکو دا شکايت هم درلود چې د ژمي په را رسېدو سره د سون توکو بيې لوړې شوې او دوی نه شي کولی په ارزانه به يې وپېري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist