د افغانستان او ایران دولتي چارواکو د رېل پټلۍ د ټرانسپورټي برخې همکاریو پر پیاوړتیا خبرې او بحثونه کړي.
د ایران د رېل پټلۍ ادارې اجراییوي ریيس د افغانستان کانونو او پټرولیم له وزیر سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او د رېل پټلۍ په برخه کې د سټراټیژیکې همکارۍ او لا ژورو اړیکو په تړاو بحثونه او خبرې کړې دي.
د ایران مهر خبري اژانس د دې هېواد د چارواکو له خولې ویلي، د افغانستان اوسپنې پټلۍ له ادارې سره د شوې همغږۍ له مخې به په نږدې راتلونکي کې د اورګاډي له لارې د انتقالاتو ظرفیت په میاشت کې ۱۰۰زره ټنو ته ورسېږي.
د ایران د رېل پټلۍ ادارې اجراییوي ریيس جبارعلي ذاکري ویلي: « موږ هڅه کوو چې له افغانستان سره د رېل پټلۍ ټرانسپورټ په وده کې پوره همکاري وکړو. موږ د افغانستان له اوسپنې پټلۍ ادارې سره همغږي لرو چې په نږدې راتلونکي کې به د بار وړلو او تبادلې ظرفیت په میاشت کې۱۰۰زره ټنو ورسوو.»
جبار علي ذاکري چې د ایران د سړکونو او ښاري پر اختیا وزارت مرستیال هم دی، د افغانستان پرمختګ لپاره د رېلپټلۍ ټرانسپورټ پر ودې او بنسټیز رول ټینګار کړی.
نوموړي د هرات ـ مزار شریف د رېل پټلۍ جوړول د ایران ـ افغانستان ـ چین دهلېز لومړی پړاو بللی دی.
د چارو څارونکي بیا وایي، له پاکستان سره د افغانستان سیاسي کشالو پر مهال ایران تل د افغان سوداګرو او سوداګرۍ لپاره مهم او لومړی انتخاب پاتې شوی.
د اقتصادي چارو شنونکی محمد شبیر بشیري وايي: « وروسته له هغې چې له پاکستان سره د سیاسي کړکېچ له امله زموږ ټرانسپورټي او ټرانزیټي اړیکې پرې شوې، ایران د افغانستان لپاره په سټراتيژیک بدیل بدل شوی او د دې هېواد چابهار او عباس بندرونه په تجارتي برخه کې ښه رول لوبوي.»
ایراني رسنیو دغه راز ويلي، د افغانستان کانونو او پټرولیم وزیر هم د خواف ـ هرات رېلپټلۍ د اغېزناک رول او بریالي فعالیت هرکلی کړی او وايي، دا کرښه د افغانستان د اړتیا وړ توکو په پرله پسې اکمال کې مهم رول لوبوي.
د راپورونو له مخې، دواړو لورو هوکړه کړې چې د رېلپټلۍ او کانونو سپړلو په برخه کې د دې پروژې د عملي چوکاټ د جوړولو لپاره ګډ کاري ګروپونه او کمېټې جوړې کړي.
د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « په کوم وخت کې چې د افغانستان او پاکستان لارې وتړل شوې، افغانستان مجبور شو چې خپل بدیلې لارې ولټوي. ایران د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره ډېر ښه بدیل دی. موږ د ایراني بندرونو له لارې له نړیوالو اوبو او دغه راز د آسیا له جنوب هېوادونو سره نښلول کېږو.»
د یادولو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له سوداګریز پرېکون وروسته، ایراني لوری هڅه کوي چې له افغانستان سره په سوداګریزو چارو کې پراخې اړيکې وپالي.