Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ټرمپ: امریکا به د وېنزوېلا د حکومت او تېلو واک په لاس کې واخلي

ټرمپ: امریکا به د وېنزوېلا د حکومت او تېلو واک په لاس کې واخلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/05

د امریکا ولسمشر پر وېنزوېلا له ناڅاپي برید او د دې هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمنې له نیولو او امریکا ته يې له انتقال وروسته، په دې اړه د جزئیاتو شریکولو لپاره خبري کنفرانس کې حاضر شو.

ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکايي ځواکونو دا عملیات د هوا، ځمکې او اوبو له لارې ترسره کړل چې په کې هېڅ یوه سرتیري ته زیان نه دی رسېدلی.

هغه دغه عملیات له دویمې نړیوالې جګړې راوروسته داسې بې ‌ساري عملیات بللي چې په خبره یې، له امریکا پرته د هېڅ بل هېواد په وس پوره نه دي.

نوموړي دغه راز ویلي، په وېنزوېلا کې د قانوني انتقالي حکومت تر رامنځته کېدو پورې به هلته حکومتي چارې په واک کې اخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ زیاته کړې: « موږ به په وېنزوېلا کې د خوندي، وړ او قانوني انتقالي حکومت پورې واک په لاس کې ولرو. هلته باید راتلونکی حکومت قانوني وي؛ ځکه دا هغه څه دي چې موږ یې په لټه کې یو. موږ په وېنزوېلا کې دننه او دلته په امریکا کې د دې هېواد د خلکو لپاره چې غواړي خپل هېواد ته ستانه شي، سوله، خپلواکي او عدالت غواړو. موږ هېچاته اجازه نه ورکوو چې د خلکو د خوښې خلاف پر وېنزوېلا حاکم شي.»

ټرمپ دغه ‌راز ویلي، په وېنزوېلا کې د تېلو او نفتو د ټولو زېرمو کنټرول په واک کې اخلي او د استخراج لپاره یې ستر شرکتونه ورلېږي. نوموړي زياته کړې، د سرچینو او عوایدو ترلاسه کولو په موخه به په دې برخه میلیاردونه ډالر پانګونه وکړي.

ډونالډ ټرمپ په دې اړه ویلي: « لکه څنګه چې پوهېږئ، د وېنزوېلا د تېلو سوداګري د اوږدې مودې لپاره په بشپړ ډول له ماتې سره مخ وه او د خپل ظرفیت په پرتله ډېر کم تېل یې تولیدول. موږ به د امریکا د تېلو استخراج تر ټولو ستر شرکتونه چې په نړیواله کچه تر ټولو ستر شرکتونه دي، دغه هېواد ته ولېږو، ترڅو هلته میلیاردونو ډالر ولګوي، د تېلو زیانمن شوی بنسټیز جوړښت به ورغوي او د امریکا لپاره به د عاید سرچینه شي.»

دا هرڅه د دې ښکارندویي کوي چې امریکا له دې وروسته د وېنزوېلا د خامو تېلو بشپړ کنټرول په لاس کې اخلي او خپل انرژیک کمښت پرې پوره کوي.

د امریکا د انرژۍ ادارې د معلوماتو له مخې، وېنزوېلا د خامو تېلو شاوخوا ۳۰۳ میلیارد بېرله زېرمې لري چې دې امتیاز دغه هېواد د نفتو له پلوه د بډايو هېوادونو په پنځم ځای کې درولی.

اوس پوښتنه دا ده چې له دې سره به د تېلو بازارونه په نړیواله کچه د څه ډول تحول کوربه وي او له منځني ختیځ سره د امریکا د نفتو د پېرلو معاملات به کوم لوري ته رهي شي؟

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریښتیا وايي: « کله چې امریکا د وېنزوېلا نفتي زېرمو ته لاسرسی پيدا کړي، بېله شکه هغه تړونونه به مختل شي چې له نورو هېوادونو سره یې کړي. همدارنګه، کله چې نفتو ته تقاضا کمه شي، بېله شکه نرخونه هم ورسره ټیټېږي، خو دا کار اوږدمهاله دی او په نږدې وخت کې یې امکان نه شته.»  

له بلې خوا، پر وېنزوېلا برید په خپله دې هېواد، امریکا او نړیواله کچه پلوي او مخالف غبرګونونه له ځان سره لرلي. په وېنزوېلا کې دننه پراخ لاریونونه شوي او د ولسمشر مادورو د آزادېدو شعارونه ورکړل شوي.

بل پلو، سره له دې چې بریټانیا ویلي د مادورو حکومت په پرځېدو اوښکې نه تویوي، خو دلاتینې امریکا هېوادونو، ناروې، روسیې، چین، ایران، قطر او ګڼو نورو دغه اقدام غندلی.

د چین حکومت ویلي له دې پېښې حیران دی. بهرنیو چارو وزارت يې پر وېنزوېلا برید د نړیوالو قوانینو نقض او د یوه مستقل حکومت پرځول بللي. دې وزارت په بېړني او خوندي ډول د نيکولاس مادورو او د هغه د مېرمنې خلاصون غوښتنه کړې.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت بيا په یوه اعلامیه کې پر وېنزوېلا برید پوځي یرغل بللی. مسکو په دې اړه د امنیت شورا د بېړنۍ ناستې غوښتنه کړې، خو وايي په کاراکاس کې به یې سفارت فعال وي.

د روسیې بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي: « امریکا پر وېنزوېلا پوځي یرغل کړی. دا اقدام په شدید ډول د اندېښنې او د غندلو وړ دی. د دې چارې د توجیه کولو لپاره ټول اقدامات هېڅ راز واقعي او حقیقي بنسټ نه لري.»

د امریکا د کانګرېس ډيموکراټ غړو هم د کانګرېس له اجازې او د عواقبو له سنجولو پرته پر کاراکاس برید غیر قانوني کړنه بللې.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویاند بیا د انټونیو ګوترېش له قوله ویلي، نوموړی د نړیوالو اصولو ماتېدلو اندېښمن کړی.

انټونیو ګوتریش ویلي: « نړیوالو قوانینو او اصولو ته نه درناوي سخت اندېښمن کړی یم.»

بل پلو، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د روسیې، چین او کولمبیا په غوښتنه دوشنبه په دې اړه ځانګړې ناسته ور وبولي.

امریکا د شنبې په سهار وختي د ځمکې، هوا او ابو له لارې پر وېنزوېلا له درېیو جهتونو ناڅاپي بریدونه وکړل او له څه ځنډ وروسته د امریکا ځانګړو ځواکونو د دې هېواد ولسمشر نیکولاس مادورو له مېرمنې سره یوځای ونیو او امریکا ته يې انتقال کړ.

ټاکل شوې نوموړی په نږدې راتلونکي کې محکمې ته وړاندې کړای شي. امریکا د نيکولاس مادورو پر حکومت تور پورې کړی چې ګوندي امریکا ته د نشه ‌يي توکو قاچاق کوي او د دې هېواد کورني امنیت ته ګواښ پېښوي.

امریکا له همدې امله له اوږدې مودې راهیسې د وېنزوېلا پر حکومت سخت سیاسي او اقتصادي فشارونه وضع کړي وو او د مادورو له نیولو وړاندې یې د نوموړي د نیولو لپاره پنځوس میلیون ډالره جایزه هم ټاکلې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026
ټرمپ: ایران باید له قید او شرط پرته تسلیم شي، کنه بریدونه به روان وي
نړۍ

ټرمپ: ایران باید له قید او شرط پرته تسلیم شي، کنه بریدونه به روان وي

مارچ 9, 2026
شنونکي: پاکستان د امنیتي او اقتصادي کړکېچونو زیاتېدو له نازک حالت سره مخ کړی
نړۍ

شنونکي: پاکستان د امنیتي او اقتصادي کړکېچونو زیاتېدو له نازک حالت سره مخ کړی

مارچ 9, 2026
ایران سعودي کې د امریکا سفارت په نښه او پر اسراییلو لسګونه توغندي توغولي
نړۍ

ایران سعودي کې د امریکا سفارت په نښه او پر اسراییلو لسګونه توغندي توغولي

مارچ 4, 2026
د ایران ستر مذهبي مشر د ترور په اړه نړیوال غبرګونونه؛ ستاینې او غندنې
نړۍ

د ایران ستر مذهبي مشر د ترور په اړه نړیوال غبرګونونه؛ ستاینې او غندنې

مارچ 2, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده

هرات کې د ایران سرکونسل: افغانستان سره د ایران سوداګري عادي روانه ده

مارچ 11, 2026
پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل

پاکستان کې د انرژۍ بحران، شهباز شریف یې د مهارولو بېړني ګامونه اعلان کړل

مارچ 11, 2026
امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

امنیت شورا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روان کړکېچ پر سوله ییز حل ټینګار کړی

مارچ 11, 2026
پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده

پخوانیو والیانو پر افغانستان د پاکستان تېری وغانده

مارچ 11, 2026
نشنل انټرسټ: امریکا دې د اسلامي ‌امارت په رسمیت پېژندلو کې ځنډ نه کوي

د پاکستان درې کسیز پلاوی د خبرو په موخه کابل ته راغلی

مارچ 11, 2026
امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

امریکا افغانستان د ناسمې نیونې ملاتړو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړ

مارچ 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist