په ټرافیکي برخه کې کابل ښاریانو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه، کابل ښاروالۍ یوه بله ستره بنسټیزه پروژه پیل کړه. دا په دې ښار کې د موټرو د تګ راتګ هوايي پله بله پروژه ده چې تازه يې د جوړولو چارې پيل شوې.
د کابل ښاروالۍ د پلان پر بنسټ به دا پل د صدارت له څلورلارې څخه تر جوی شیر سړک پورې د موټرونو د تګ راتګ لپاره جوړ شي چې ۲۷۳ متره اوږدوالی، ۱۸ متر سور او ۶.۸ متره لوړوالی ولري او څه باندې ۴۰۰ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي: « دا جـــــــــوړېدونکی هوايي پل د کابل ښاروالۍ له لوري د ۴۰۰ میلیونه افغانیو په مــــــــالي لګښت، د ۱۸ مترو په سور او د ۲۷۳ مترو په اوږدوالي جوړېږي. دا پل به د کــــابل ښار د ټرافیکي ګڼه ګوڼې په کمولو او ښاري نظم په راوستلو کې مهم رول ولوبوي.»
په ورته وخت کې کابل ښاروالي وايي، په پلان کې ده د هغو سیمو لپاره بدیلې لارې جوړې کړي چې ټرافیکي ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده، ترڅو په ښار کـــــې د موټرو د ګڼه ګوڼې ستونزه حل شي.
د کال ښاروالۍ د ودانیزو چارو معین وايي، اوســــــمهال په ټول ښار کې د ســــــــــړک جوړولو۱۲۰پروژې تر لاس لاندې لــــــــري چې له بشپړېدو سره به یې تر ډېره ښاري ګڼه ګوڼه راکمه شي.
د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو معین عامر زمرک یاســــر وايي: « کابل ښاروالي په پلان کې لري هغه ساحې چې په کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته ده، پراختیا ورکــــــــــړي، کوچني سړکونه لوی کړي، بدیلي لارې جوړې کړي، ترڅو په ښار کـــــــې ټرانسپورټي مشکلات حل شي. همدا اوس په ښار کې د ســـړک جوړولو ۱۲۰ پروژې روانې دي چې په بشپړېدو سره به یې د کابل ښار بیروبار په بشپړ ډول ختم شي. زه له کابل ښاریانو غوښتنه کوم چې له ښاروالۍ سره د پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي.»
چارواکي وايي، اړتیا ده چې کــــــابل ښار د یوه منظم ښاري پلان له مخې پراخ او پر اړینو ښاري خدماتو سمبال شي.
د ریاست الوزرا مرستیالان وايي، په پام کې ده چې په راتلونکي کې د نورو خدماتو ترڅنګ په کابل ښار کې د میټرو ټرانسپورټي خدمتونه هم پيل شي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر په دې اړه وايي: « د کابل ښار اوسني وضعیت ته په کتو، اړتیا ده چې دا ښار په معاصره توګه د یوه منظم ښاري پلان له مخې پراختیا ومومي. ښاري نظم، عامه ټرانسپورټ، د ټرافیکي اشارو نصب او مراعاتو د ښاري فرهنګ هغه څه دي چې کابل ښار ورته ډېره اړتیا لري.»
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وايي: «د راتلونکي لپاره په پلان کې ده چې خپل ښار نور هم ښکلی کړو. د مټرو، ټراموای او د سړکونو په جوړولو کې د بيآرټي په پام کې نیول او دغه راز د سترو پارکونو جوړول هم په پلان کې دي.»
په همدې حال کې کابل ښاریان په ښار کې د موټرو تګ راتګ لپاره د هوايي پلونو جوړولو له امله خوښ دي او زیاتوي چې له دې سره به د ګڼه ګوڼې هغه ستونزې حل شي چې اوس په ښار کې موجودې دي.
د کابل اوسېدونکی قلندرشاه وايي: « موږ د سړکو جوړولو او هوايي پلونو له جوړولو خوښ یو. په دې سره به د لارو بندېدل خلاص شي او خلک به ورځنیو چارو ته په وخت رسېدنه وکړي. که زما کور هم په دې سړکونو کې ځي، پروا نه شته، خو چې هېواد آباد شي.»
د کابل اوسېدونکی محمد هاشم وايي: « دا ډېر ښه ګام دی چې په دې ډول شرایطو کې یو هوايي پل جوړ شي. دا به سل په سلو کې د وسایطو تګ راتګ اسانه کړي.»
کابل ښاروالي له خلکو غواړي چې د ښار پراختیا او سړکونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ ترڅنګ د ښار په پاک ساتلو کې هم ورسره همکاري وکړي.
له دې وړاندې هم د ټرافیکي ګڼه ګوڼې کمولو په موخه کابل ښاروالۍ د دې ښار په برکي څلورلارې کې د هوايي پله او ترځمکې لاندې سړک جوړونې چارې پیل کړې او دا مهال په چټکۍ سره روانې دي.