له پاکستان څخه د خوراکي توکو د وارداتو له بندېدو وروسته، د هرات په بازارونو کې د اړتیا وړ لومړنیو توکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې دي.
پلورونکي وایي، په هدې ولایت کې د یوې بوجۍ وریجو په بیه کې له ۸۰۰ تر یو ۱۵۰۰ افغانیو او د لس لېټره غوړیو په بیه کې تر ۳۰۰ افغانیو زیاتوالی راغلی.
د هرات خلک د دې ستونزې د ژر هوارېدو غوښتنه کوي.
هټۍ وال فېروز احمد وايي: « باید مناسبې بدیلې لارې انتخاب شي. اوس دغه مواد له هند څخه راځي، ډېر لګښت او ګمرکي محصول پرې وضع کېږي. همدارنګه افغانستان ته د موادو پر راتګ ډېر وخت هم تېرېږي، له همدې امله یې بیې لوړې دي.»
پلورونکی ګلاب شاه وايي: « هغه وریجې چې یوه میاشت وړاندې مو په ۹۰۰ افغانۍ پېرلې، اوس یې بیه تر ۱۷۰۰ لوړه شوې. همدارنګه غوړي هم قېمته شوي دي.»
هټۍ وال عبدالله وايي: « تر هغو چې د هندوستان وریجې د پاکستاني وریجو ځای ونیسي، تر شپږو میاشتو پورته وخت ته اړتیا ده. ځکه د هند وریجې اوس ټول افغانستان ته وېشل کېږي.»
بل پلو، د هرات اوسېدونکي بیا د بیو لوړوالي ته اندېښنه څرګندوي او وايي، د کمزوري اقتصادي حالت له کبله نه شي کولی د خپلو کورنیو د اړتیا وړ توکي وپېري.
دوی له ځايي چارواکو غواړي چې د دې ستونزې پر وړاندې سملاسي او جدي اقدام وکړي، ترڅو په بازارونو کې بیې کنټرول او د ناوړه ګټه اخستنې مخنیوی وشي.
د هرات اوسېدونکی محمد رضا وايي: « په بازار کې ډېره ګراني ده، په ځانګړې توګه وریجې او غوړي ډېر ګران شوي دي.»
د هرات اوسېدونکی محمد الیاس وايي: « بازار ته راغلی یم، خو د وریجو نرخ ډېر لوړ شوی، نه شم کولی ویې پېرم.»
په هرات کې ځايي چارواکي د بیو د کنټرول او له احتکار څخه د مخنیوي په موخه د خوراکي توکو د ګدامونو له څارنې خبر ورکوي. دوی خبردارې ورکوي چې له سرغړوونکو سره به جدي چلن وکړي.
د هرات والي ویاندمحمد یوسف سعیدي وايي: « د هرات په بازارونو کې د ځینو توکو او په ځانګړې توګه د غوړیو له بیو لوړېدو وروسته، هرات والي امر کړی چې له احتکار څخه د مخنیوي په موخه جدي څارنه پيل شي. اوس دا پروسه پيل شوې او د ټولو توکو بیې به خپل اصلي حالت ته را وګرځي.»
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، اوس مهال په هرات کې یوه بوجۍ وریجې تر ۳ زرو افغانیو او لس لېټره غوړي تر ۱۳۰۰ افغانیو پلورل کېږي.