Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د ایران جنرال کونسل د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو لاښه کولو ډاډ ورکړ

ننګرهار کې د ایران جنرال کونسل د افغانستان او ایران ترمنځ د اړیکو لاښه کولو ډاډ ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/31

په ننګرهار  کې د ایران جنرال کونسل د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډو مشترکاتو ته په اشارې ویلي، تهران له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان له ختیځو سیمو د ښو اړیکو رامنځته کولو لپاره کار کوي.

علي رضا مجید پناهي چې د ننګرهار ولایت د بهرنیو چارو، اطلاعاتو او کولتور ریاستونو په همکارۍ له سیمه ییزو خبریالانو سره په یوه ناسته کې ګډون درلود، ویلي، تهران د دغو هڅو په لړ کې غواړي په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په ختیځو سیمو کې ځینې مهم پروګرامونه هم پلې کړي.

په ننګرهار کې د ایران جنرال کونسل علي رضا مجید پناهي وايي: « سوداګرۍ ته باید شرایط برابر کړو، موږ په دې باور یو چې د سوداګرۍ پر وړاندې هېڅ راز خنډ باید نه وي موجود. دا اقدامات له ګاونډي هېواد سره په اړیکو کې له وروستۍ ترینګلتیا او شخړو سره هېڅ ډول تړاو نه لري؛ ځکه چې موږ له تېرو دوو درېیو کلونو راهیسې په خپلو دې پروګرامونو کار کاوه چې زموږ د سیاست برخه ده. نو هیله لرو چې کارونه مو رونق ترلاسه کړي او موږ هم په دې کې خپل کوچنې رول ولوبوو.»

د ایران له خوا له ختیځو سیمو سره د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو د ښه کولو هڅه داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو له ترینګتیا وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې سوداګریزې لارې تړل شوې دي. تورخم یوه له دغو لارو ده چې ننګرهارله پېښور سره وصل کوي، خو له تېرو څه باندې دوو میاشتو راهیسې دا لار هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې.

د ایران جنرال کونسل اشاره هم پاکستان ته وه چې د افغانستان له ختیځو سیمو سره د دوی د اړیکو د ښه کولو هڅې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له وروستیو پېښو سره هېڅ راز تړاو نه لري.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د بهرنیو  چارو رییس بیا د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو لرغونتیا ته په اشارې وايي، د افغانستان او ایران ملتونه له پېړیو راهیسې په خپلو کې اړیکې، ګډ مشترکات او تمدنونه لري.

د ننګرهار د بهرنیو چارو رییس جان محمد انقلابي وايي: « افغانستان او ایران دوه داسې ګاونډي هېوادونه دي چې له پېړیو راهیسې ګډ ژبني او فرهنګي مشترکات لري. زموږ اړیکې یوازې د سیاست تر کچې محدودې نه دي بلکې موږ باور لرو چې د رسنیو له لارې د اړیکو پراختیا، د کره معلوماتو تبادله او متقابل تفاهم کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور او رغنده اړیکو په پیاوړتیا کې مهم رول لوبولی شي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس په خپلو خبرو کې افغان سوداګرو او پانګوالو ته د وېزو په ورکړه کې د ایران له جنرال کونسل نه د اسانتیاوو رامنځته کولو غوښتنه وکړه، ترڅو افغان سوداګر وکولی شي ایران ته سفرونه وکړي او د ایراني پانګوالو او سوداګرو له تجربو سره اشنا شي.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ رییس سید عبدالبصیر پاچا وايي: « … د هغوی له صنعت او تجارت څخه لیدنه وکړي او هلته له شته پرمختګونو او تجربو څخه ګټه واخلي. موږ غوښتنه کوو چې تجارتي لارې نورې هم پراخې شي او خلکو ته سهولت رامنځته شي. دغه راز د وېزو په ورکړه کې نورې اسانتیاوې ډېر شي، تر څو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارت نوره هم وده وکړي.»

په ورته وخت کې د دواړو هېوادونو د خبریالانو ترمنځ د اړیکو رامنځته کولو او پیاوړې کولو غوښتنه هم وکړه، ترڅو په ګډه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراخولو کې خپل رول ولوبوي.

د ایران جنرال کونسل له دوی څخه شوې غوښتنې خورا مهمې وبللې او ژمنه یې وکړه چې د پوره کولو لپاره به یې هڅه وکړي.

ننګرهار او یا د هېواد ختیځه سیمه لومړنۍ سیمه نه ده چې ایران ورسره د سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کولو هڅه کوي، بلکې تر دې مخکې د هېواد په لوېدیځ هرات ولایت کې هم د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پیاوړي کولو لپاره ځینې اقدامات ترسره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist