Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خلک او موټر چلوونکي د ژمي په را رسېدو د ټرافیکي پېښو له زیاتېدو اندېښنه لري

خلک او موټر چلوونکي د ژمي په را رسېدو د ټرافیکي پېښو له زیاتېدو اندېښنه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/31

په داسې حال کې چې د هېواد په پلازمېنه او یو شمېر نورو ولایتونو کې د سږني ژمي ورښتونه پیل شوي، خو یو شمېر موټر چلووونکي او خلک بیا په لویو لارو د ټرافیکي پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښمن دي.

یو شمېر کسانو په پلازمېنه کابل کې شمشاد ټلویزون سره په خبرو کې د لویو لارو په اوږدو کې د خونړیو ټرافیکي پېښو د مخنیوي لپاره له اړوند ادارو څخه د ټرافیکي قوانینو په پلې کولو کې د جدیت غوښتنه وکړه.

دوی له موټر چلوونکو او په تېره بیا د هغو موټرو له چلوونکو چې د افغانستان د ټرافیکي قوانینو خلاف لاس چلېږي، په  لویو لارو د مزل کولو په وخت کې د احتیاط کولو غوښتنه وکړه.  

د کابل ښار اوسېدونکی زاهد شاه وايي: « موټر چلوونکي باید په داسې شرایطو کې ډېر احتیاط وکړي، له ګړندي تګ ډډه وکړي او ځان له پېښو وساتي.»

د کابل ښار اوسېدونکی خان محمد وايي: « د باران او واورو پرمهال سړکونه ښوی شي او بیا د موټرو برېک سم کار نه کوي. له همدې امله باید د موټرو سرعت کم وساتل شي.»

خو دا یوازې عام خلک نه دې چې په دې اړه اندېښنه څرګندوي بلکې یو شمېر موټر چلوونکي هم له نورو موټر چلوونکو غواړي چې په ځانګړي ډول د واورې د ورښت او یا هم په لویو لارو د کنګل د موجودیت پر مهال دې د بېړنیو حالاتو وسایل له ځانه ولري او د سرعت لپاره له ټاکل شوي حده په زیات سرعت سفر نه کوي.

موټر چلوونکی شېرشاه وايي: « د باران پرمهال باید پوره احتیاط وشي، ترڅو د پېښو مخنیوی وشي.»

موټر چلوونکی محمد اعظم وايي: « چلوونکي باید خپل او د نورو موټر له ټکر کېدو وساتي. دا چې اوس بیروبار زیات دی او د چپ لاس موټر هم چلېږي، باید په لږ چټکۍ موټر وچلول شي.»  

په ورته وخت کې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت بیا د موټرو د سرعت او تخنیکي کنټرول لپاره خپلو ځینو اقداماتو ته په اشارې وايي، موټر چلوونکي باید د سفر له پیل نه مخکې د خپلو موټرو تخنیکي چک او د بېړنیو حالاتو وسایل له ځانه سره ولري.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند حکمت الله آصفي وايي: « موټر چلوونکي باید هغه ټول وسایل له ځانه سره ولري چې چلوونکي او موټر ته یې اړتیا ده. د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د موټرو د چک او کنټرول په برخه کې کارکوونکي ګومارلي، موټر له سفر وړاندې چک کېږي او په ګڼو کې جي‌پي‌اېس وسایل لګول شوي دي.»      

په لویو لارو د ټرافیکي پېښو او د هغوی د مخنیوي لپاره دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ټولګټو وزارت وايي، د دوشنبې شپې له دوو بجو راهیسې د زیاتې واورې د ورښت له کبله د سالنګ لویه لار د بامیانو او دایکنډي او غور ولایت ته غځېدلې لویې لارې په لنډ مهاله توګه تړل شوې دي.

د دې وزارت ویاند وايي، د ځینو لویو لارو د پاکولو هڅې پیل شوې او موټر چلوونکي باید د ورښتونو پر مهال ضروري وسایل ولري.

محمد اشرف حق شناس وايي: « د سالنګونو لویه لاره د شدیدې واورې، توفان او لید ساحې د کموالي له امله د ټولګټو وزارت له خوا تړل شوې. همدارنګه په بامیان، دایکنډي او ولایتونو کې د کابل- بامیان، بامیان – غور او بامیان – دایکنډي لارې هم د شدیدې واورې له امله موقتا ً د ټرافیکو پرمخ تړل شوې دي.»

د ژمي په موسم کې د ورښتونو پر مهال د ټرافیکي پېښو په اړه دا اندېښنې داسې مهال څرګندوي چې د روان کال په اوړي کې هم د خونړیو ټرافیکي پېښو په اړه خبرونه خپاره شوه او دا د دې څرګندونه کوي چې د دغو پېښو اساسي لامل د ټرافیکي قوانینو نه رعایت دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist