د ایران دولـــــــــتي خبري اژانس (ایسنا) د دې هېواد د پارلمان د صنایعو او کانونو کـــــــمیسیون يوه غړي له قوله ویلي، دا هېواد له افغانستان سره د ګډ اقتصادي او کاني زون جوړولو پر طرحې کار کوي.
امین توکلي رودي د دې کار اصلي موخه ګډې پولې ته څېرمه د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د کاري فــرصتونو او پانګونې له لارې د تلپاتې امنیت رامنځته کول ښودلي.
نوموړي د دې اټکل هـــــم کړی چې ایران به په دې برخه کې افغانستان ته تخنیکي، ټېکنالوژیکي او انجنیري خدمات ورکړي.
د ایران د پارلمان صنایعو او کانونو کـــــمیسیون غړي امین توکلي رودي ویلي: « د دې طرحې اصلي موخه ګډه پوله د اقـــــتصادي ودې پر محرک بدلول، د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او د کــــــــــاري فرصتونو او پانګونې د ایجاد له لارې د دوامداره امنیت ټینګښت دی.»
د توکلي رودي په خبره، د ایران او افغانستان ترمنځ ګــــــــــــــــډه پوله باید یوازې د امنیتي مسایلو پورې محدوده نه شي، بلکې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکـــو په پیاوړتیا کې هم ترې کار واخیستل شي.
هغه د افغانستان جغرافیوي موقعیت ته اشاره کـــــــــړې او له افغانستان سره د رېل ګاډي له لارې د پراختیا ارزښت ته په کتو ویلي، د هرات-خواف رېل پټلۍ له لارې سوداګري، افغانستان د ازادو اوبو له لارې نړۍ سره ونښلوي.
د ایران د پارلمان صنایعو او کانونو کمېسیون غړي په دې اړه ویلي: « د هېوادونو ترمنځ پولو ته یوازې د امنیتي مسایلو له دریڅې ونه کتل شي، بلکې ورته د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په سترګه هم وکتل شي. د هرات- خواف رېل پټلۍ لار نړیوالو اوبو او بازارونو ته په وچه کې د ایسار افغانستان د لاسرسي یوازینۍ لار ده چې دغه موضوع کولی شي دواړو هېوادونو ته راتلونکي کې ستر فرصتونه په لاس ورکړي.»
د چـــــارو شــــــنونکي له ایران سره د اقتصادي او کاني زونونو ایجادېدل د هېواد د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي.
دوی وايي، د افغانستان کـــــــــــــــانونو ایستل او دغه راز پر دې برخې پانګونه هم د عوایدو په راټولونه کې پام وړ مرسته کـــــــــوي او د هېواد اقتصاد ته اوږه ورکولی شي.
د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « زه فکر کوم که دوی دا ډول ګډ بازار رامنځته کړي، په دې سره یو ډول محدود انحصار په لاس کې اخلي، ترڅو زموږ د سترو داوطلبیو مخه ونیسي. ښه دا ده چې موږ خپل کانونه له دوی څخه لرې کړو بلکې یوازې د کانونو محصول او په کانونو کې د دوی پانګونې ته اجازه ورکړو. دغه کار زموږ د ملي ګټو له پلوه سم دی.»
نظر دا دی چې په داسې حال کې چې اوسمهال له پاکستان سره ټولې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې په ټپه درېدلې دي، له ایران او د منځنۍ آسیا هېوادونو سره د سوداګریزو راکړو ورکړو او ټرانزیټي اړیکو پراخول د افغانستان پښه نړیوالو بازارونو ته ورسوي او ورسره د صادراتو او وارداتو په کچه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.