که څه هم د افغانستان په وړاندې د پاکستان تګلارې له څو لسیزو راهیسې مغرضانه وې، خـــــو په روان کال کـــې د کابل پر وړاندې د اسلام اباد اقداماتو دا هر څه په ښه توګه څرګند کړل.
پاکستان د روان کال په وروستیو کې د افغانستان د هوايي حریم نقض کولو سره په کابل او ځینو ولایتونو کې هوايي حملې وکړي او د افغان ځواکونو له ځوابي اقدام وروسته یې ټولې سوداګریزې لارې وتړلې او په افغان کډوالو یې رڼا ورځ توره شپه کړه.
شــــــــــــــنونکي دا څه د ګاونډيتوب د اصل او نړيوالو قوانينو خلاف ګڼي او زياتوي، پاکستان د دغو اقداماتو له لارې په افغانستان د فشار واردولو وروستۍ هڅه کړې.
شنونکي وايي، افغانستان دې د پاکستان د دغو کړنو په اړه ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو ته داسې ليک واستوي چې په کې ټول شواهد ذکر شي او د اسلام اباد اصلي څېره روښانه شي.
د دوی په خبره، په دې لیک کې باید وښودل شي چې پاکستان پر افغانستان د تورونو له لګولو سره غواړي خپلې هغه کړنې پټې کړي چې د ترهګرۍ د روزنې په برخه کې یې له لسیزو راهیسې کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصـــــولي وایي: « باید نړیوالو سازمانونو او په ځانګړې توګه ملګرو ملتونو ته د پاکستان په اړه داسې لیک سره اسنادو او ثبوتونو واستول شي چې په کې د پاکـــــــــــستان ریښتینې څېره نړۍ ته بربنډه شي. دا ټولو ته څرګنده ده چې پاکستان هم د تروریزم ملاتړ کړی او هم یې روزنه ورکړې، د دې لپاره چې وښودل شي، دوی دغه کار په سیمه کې د کومو موخو لپاره کړی، هغه هم افغان ملت ته روښانه دي او دلته یې هر نظام چلنج کړی دی.»
ځينې نور د ترهګرۍ د تمويلولو او تجهيز په اړه د پاکستان اجنډا د برملا کولو ترڅنګ دا غوښتنه کوي چې ملګرو ملتونو ته د ليک لېږلو له فرصته په ګټه اخیستنې دې له افغانستانه د پاکستان نامشروع غوښتنو مسئله هم یاده کړي، هغه څه چې دا هېواد يې پر افغانستان د فشار لپاره مطرح کوي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي: « پاکستان هر وخت د افغانستان پر خلکو او نظامونو مختلف النوع فشارونه واردوي او دا ډول فشارونه غیر مجاز دي. دوی قانوني حق نه لري چې زموږ مهاجرین اخراج کړي یا لارې بندې کړي؛ د دې هرڅه لپاره په نړۍ کې قوانین دي او نړیوال قوانین یې بولي.»
ځینې نور بیا په دې باور دي چې نړۍ په ســـــــــــــــــيمه کې د ترهګرۍ ملاتړ له امله پر پاکستان پوه شوي او په خبره يې، د سيمهييز امنيت او ثبات د ټینګښت لپاره دې د نړيوالو له لوري پر پاکستان فشار راوړل شي.
د سیاسي چارو شـــــنونکی شهزاده مسعود وايي: « په نړیواله ټولنه او بیا د سیمې او نړۍ پر سترو هېوادونو دا غږ کوم چې چېرته ترهګر روزل کېږي او پالل کېږي او بیا د سیمې د بې ثباته کـــــــــولو لپاره تجهیز کېږي، باید پر هغه هېواد فشارونه راوړي. دا هېواد هم د سیمې هېوادونه پېژني او هم نړیوال.»
په ټوله کې انګــــېرنه داده چې پاکـــــستان د افغانستان پر وړاندې د خــــــــــپلو غلطو سیاستونو له امله په پوځي، ســـــــــــــــیاسي او اقتصادي برخو کې ماتې خوړلې او د افغانستان د ناامنه کولو په موخه اخــــــــیستې استخباراتي پروژه کې ناکام شوی او اوس ښه فرصت دی چې نړۍ ته د دې هېواد له څېرې پرده پورته شي.