د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا کابل ته راغلی او د اسلامي امارت له ځينو چارواکو سره يې ليدلي دي.
نوموړي د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په لیدنه کې د کابل او واشنګټن ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا پر لارو چارو، فرصتونو او ستونزو هر اړخیزې خبرې کړې.
بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیر خلیلزاد ته ویلي، له هغې وروسته چې بهرني ځواکونه له افغانستان وتلي او جګړه پای ته رسېدلې، د اسلامي امارت او امریکا تعامل نوي پړاو ته داخل شوی او په ګڼو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا فرصتونه رامنځته شوي چې په خبره يې، د دوامداره خبرو له لارې پرې کار ته اړتيا شته.
خلیلزاد بیا په افغانستان کې ډاډمن امنیت او د بیارغونې په برخه کې پرمختګونه ستایلې او زیاته کړې يې ده چې د کابل او واشنګټن ترمنځ خبرې اترې مهمې دي او دوه اخیزې ناستې باید دوام وکړي.