Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
چارواکي: د برېښنا اړوند ستونزو هوارولو لپاره سټراټیژیک پلان جوړېږي

چارواکي: د برېښنا اړوند ستونزو هوارولو لپاره سټراټیژیک پلان جوړېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/29

د برېښنا شرکت چارواکو په هرات کــې له ترکمنستان څخه د وارداتي برېښنا له هغې ستنې لیدنه کړې چې څو ورځې وړاندې د واورې ورښت له امله زیانمنه شوې وه او له امله یې شاوخوا۵۰ ساعته د دې ولایت اوسېدونکو برېښنا نه لرله.

د هرات برېښنا مسوولان یې لامل د واورې او یخنۍ ترڅنګ په سیمه کې د تودوخې درجې ته نه‌ پامـــــلرنه بولي. دوی وایي، دلــــــته د برېښــــنا نصب شوې پایې تر مـنفي ۱۵درجو د سړې هوا پر وړاندې مقاومت لري؛ په داسې حال کې چې په دې سیمه کې هوا تر دې ډېره سړېږي.

د هرات برېښنا رییس خیرمحمد معراج وايي: « د برېښنا د ستنو ترمنځ فــــــاصله ډېره ده. کوم وخت کې چې دا ستنې جوړې شوې دي، هغه مهاله د اوسپنې کیفیت تر منفي ۱۵ درجو په پام کې نیول شوی، حال دا چې دلته تر منفي ۵۰ پورې د هوا درجه ښکته ځي. همدا د اوسپنې ټیټ کیفیت او د ستونو ترمنځ د فاصلې ډېروالی او دغه راز تر منفي ۴۵ پورې د هوا سړېدل لامل شول چې دا ستنه چپه شي. موږ په همدې سړه هوا کې د شپې په ۲ بجو راغلو او دا موقتي پایې مو ولګولې، ترڅو د هرات ولس برېښنا ولري.»

سیمې ته له کابله ورغلي تخنیکي مسوولان په لنډمهاله توګه د برېښـنا بېرته نښلولو ترڅنګ ډاډ ورکوي چې تر یوې اوونۍ به بېرته په هرات کې خلکو ته په عــادي توګه برېښنا برابره کړي.

د برېښنا شرکت د لوړ ولتاژ رییس احد بارکزی وايي: « تاســـو وینئ چې دا ستنه موږ موقتا ً لګولې او لینونه مو په کې کش کړي، ترڅو خلک بې برېښنا پاتې نه شي. اوس چې اصلي ستنه ورغول شوه، دا لینونه بېرته پر اصلي ستنې تړو.»

بله ‌خوا، د برېښنا شرکت چارواکي په صنعت او سوداګرۍ کې د برېښنا ارزښت ته په کـــــتو په دې برخه کــــې د شــــــته ستونزو له مــــــنځه وړلــو او د باثباته برېښنا لپاره د سټراټیژیک پلان د جوړلو خبر ورکوي. دوی وایي، هڅه کـــــــــوي په ټول هېواد کې د انتقالي برېښنا حلقوي مزي وغځوي.

د برېښنا شرکت اجراییوي رییس عبدالباري عمر وايي: « د اقـــــتصاد د رغېدو او په خپلو پښو درېدو لپاره مهم څیز صنعت دی؛ صنعت زموږ د ځان بســــیاینې او د نورو له احتیاج څخه خلاصېدو سبب کېږي؛ خبره دا ده چ صنعت له برېښنا څخه ناممـــــکن دی. له همدې امله، برېښنا د ټول نظام او په ځانګړې توګه د برېښنا شـــــــــــــــــرکت په لومړیتوبونو کې ده. هڅه کېږي چې موږ با ثباته انرژۍ ته لاسرسی ولرو او د همدې لپاره پر سټراټیژيک پلان کار کوو. زموږ د کلني پلان له مخې د افغانستان په ټولو صنعتي ښارونو کې ځینې پلانونه عملي شوي او ځینې د عملي کــــــــېدو په حال کې دي.»  

افغانستان د خپلې اړتیا وړ شاوخوا ۵زره مېګاواټه برېښــــنا لویه برخه چې نږدې۸۰۰ مېګاواټه کېږي؛ د ترکمنستان په ګډون له تاجیکستان، ازبېکستان او ایران څخه په کلني ډول د سلګونه میلیون ډالرو په بدل کې واردوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist