د خوست ولایت ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند شاوویه سیمه د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه پرته ده.
دلته سلګونه کــــورنۍ ژوند کـــــوي، خو د دوی په وینا له هر راز لـــــومړنیو بنسټیزو خدماتو بې برخې پاتې دي.
د دې ســـــــیمې خلک وايي، د ګڼو نورو ستونزو ترڅنګ، د روغتیايي خدماتو او په تېره بیا د زیږنتون نه لـــــــــرلو له امله جدي ستونزو سره مخ دي. د دوی په خبره، د دې ســـــــــیمې ډېری میندې د ماشوم زيږولو پرمهال ژوند بایلې او یا یې ماشومان ضایع کېږي.
د ځاځي میدان ولسوالۍ اوســــــــېدونکی کشمیر خان وايي: « دلته کلینیک نه شته، لېسه نه شته او نور هــــــم له ګڼو اسانتیاوو بې برخې یو. کله چې یو ناروغ تر روغتون رسوو، ډېر کله په لارو ژوند بایلي.»
د ځاځي میدان اوسېدونکی علي مرخان وايي: « زموږ لــــــویه ستونزه د سړکــــونو نه شتوالی دی. دغه راز، موږ کلینیک او ډاکـــــــــټران نه لرو. موږ په ټوله ولسوالۍ کې ښــــــــځینه ډاکټره نه لرو او له دې امله د زیږون پرمهال مو ښځې او ماشومان له لاسه ځي.»
د دې سیمې خلک د روغتیایي خدماتو له نه لـــرلو سربېره، ځینو نورو ستونزو ته هم ګوته نیسي او وايي، د لارو خرابوالی، د مخابراتي شـــــبکو نه شتوالی او ثانوي زده کړو ته د ځوانانو لاس رسی نه لرل په کې شامل دي.
دوی په خپلو خبرو کې له حکومت غواړي چې له بیارغونې سربېره، د دوی بنسټیزو اړتیاو لکه روغتیايي او پوهنیزو خدماتو وړاندې کولو برخو ته جدي پاملرنه وکړي.
د ځاځي میدان ولسوالۍ اوسېدونکی شامیر خان وايي: « موږ خپل ناروغان تر ځایه نه شو رسولی، دلته لنډ کلینیک نه شته او د لرې ځای لپاره لارې نه شته.»
د ځاځي میدان اوسېدونکی حاضرالل وايي: « زموږ ډېر ځوانان له زده کـــــــــــړو پاتې کېږي، ځکه دلته لېسه نه شته او مرکز ته د تګ لپاره خلکو سره پیسې نه شته.»
د ځاځي میدان اوسېدونکی رحمن الله وايي: « په کار ده چې حکومت په دې برخو کې له موږ سره پوره همکاري وکړي، ترڅو زموږ دا ستونزې او مشکلات حل شي.»
ځايي حکومتي چارواکي هم د خلکو یادې ستونزې مني خو وايي، د خــــوست ولایت په هغو ولسوالیو کې چې ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پرتې دي، بېلابېلې رغنیزې پروژې پیل شوې دي.
چارواکي ډاډ ورکوي چې په لرو پرتو سیمو کې د خلکو موجوده ســـتونزو د هوارولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د خوست اطلاعاتو او فــــــــــرهنګ رییس شـــاه حسین مسجدي وايي: « د سړکـــــونو، کلینیکونو او ښوونځیو په اړه باید ووایم چې دغو سیمو ته لومړیتوب ورکړل شوې او انشاالله ډېر ژر به د دوی ستونزو ته رسېدنه وشي.»
د ځاځي میدان ولسوالۍ د دې سیمې اوسېدونکي دا غوښتنې داسې مهال کوي چې موده وړاندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ډیورنډ فرضي کرښې ته څیرمه پرتو پنځو ولـــــسوالیو کې د ۱۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د ۳۸ رغنیزو پروژو پلې کولو چارې پیل کړې.