هرات کې د ۳.۹۸ میلیارده افغانیو په لګښت د برښنا ۹ پروژو چاري پیل او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې پروژو کې د هرات تورغونډۍ ۲۲۰ کیلوولت مزي غځول، د کـــــــرخ، پښتون زرغون، اوبه او چشت شریف ولسوالیو سبسټېشنونو پروژو ګــــــــــټه اخیستنې ته سپارل، د نورالجهاد، ۲۴ حوت شهیدانو او پل هاشمي سبسټېشونونو نښـــــــلولو پروژې شاملې دي چې تر راتلونکو ۱۸ میاشتو به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرايیوی رییس عبدالباري عمر وايي: « هرات کې د نویو پروژو په بشپړېدو سره به د دې ولایت د برېښنا برچاوۍ ستونزه له منځه لاړه شي او زرګونه خلکو ته به برېښنا ورسېږي.»
بله خوا، د افغانستان اســــــــــلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، دا ډول پروژې د افغانستان صـــــــــــنعتي ودې اړتیا ده او د افغانستان اسلامي امارت په دې برخه کې د پام وړ اقدامات کړي. د برادر په خبره، د یادو پروژو په بشپړېدو سره به ټول سوداګریز او صنعتي مرکزونه له برښنا څخه برخمن او هېواد کې اقتصادي ودې لامل شي.
د ریاست الوزار اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر وايي: «د یادو پروژو پر مټ به د هرات ولایتټولو صنعتي پارکونو ته ۲۴ ساعته برېښنا برابره، ســــــــــــــوداګریز مرکزونه، کلیوالي سیمې او استوګنیز مرکزونه به له برېښنا برخمن او په کور دننه به د باثباته برېښنا خاوندان شو. ټولو هغو پانګوالو ته چې د سړو خونو جوړولو په برخه کې پانګونه کوي،
زیری ورکوو چې له یوې خوا به ورته پنځه کلن مالیات معاف وي او په ورته وخت کې به د افغانستان برېښنا شرکت په هر ډول حالاتو کې دوی ته دایمي برېښنا هم ورسوي.»
په ورته مهال د هرات ځایي چارواکي وایي، دا چې هرات له صنعتي او سوداګریز اړخه یو مهم ولایت دی، د افغانستان د ټولو ۱۲۱ میلیاردو افغانیو عوایدو څخه، ۴۰ میلیارده یې له هرات څخه پوره کېږي. د دوی په خبره، اړتیا ده چې په دې ولایت کې پراختیایي او زېربنایي پروژې لا زیاتي شي.
هرات ته دا مهال له ترکمنستان او ایران هېوادونو څخه ۱۸۰ تر ۲۰۰ میګاواټه برېښنا واردیږي، خو په دې ولایت کې صنعتي پرمختګ ته په کتو بسنه نه کوي او اړتیا ده چې د برېښنا په برخه کې پروژې لا زیاتې شي.