شاه دو شمشیره زیارت او جومات نه یوازې د کابل ښار له تاریخي ځايونو ګڼل کېږي بلکې د خلکو په زړونو کې د ایمان، باور او روحانیت ژوره ریښه لري.
دلته هره ورځ سلګونه کسان راځي دعا کوي، د سکون شېبې تېروي او خپلي هیلې د خدای حضور ته سپاري. دا ځای د پېړیو دعاوو، اوښکو او هیلو بار په خپلو زړو دیوالونو کې وړي؛ داسې دیوالونه چې د تاریخ ترخه يې هم زغملي. شاه دو شمشیره جومات یوازې د عبادت ځای نه دی بلکې د کابل د صبر، مقاومت او لا ژوندي پاتې کېدو یو ژور او چوپ سمبول هم دی.
له ولایتونو راغلي ځوانان دلته یوازې د زیارت کولو لپاره نه بلکې د آرام، دعا او هیلو د موندلو په نیت راټولېږي.
ځینې د کوترو ترمنځ د زړه بار سپکوي، ځینې د دعا لاسونه اسمان ته پورته کوي او ځینې يي د سیل په پلمه له ورځنۍ ستړیا ځان ژغوري.
د خوست ولایت یوتن اوسېدونکی وايي: « ما ته دا د کوترو جومات او زیارت ډېر جالب دی او لیدل مې یې آرمان و. زه او ملګري مې له خوست څخه راغلي یو. زما لپاره ځانګړی شی دا کوترې دي، ما دومره ډېرې او زړورې کوترې چېرې نه وې لیدلې.»
د بدخشان ولایت یو تن اوسېدونکی وايي: « له زیارت څخه څه غوښتل شرک دی، د دې په ځای چې موږ له زیارت څه وغواړو، باید موږ هغه ته د مغفرت دعا وکړو. دا پاک شخصیت دی، وايي څوک چې د خدای د دین مرسته وکړي، خدای د هغه مرسته کوي.»
دلته کوترې داسې مېلمه پالنه لري چې زړه راښکونکې ده. که هر څومره وږې شي، د بل ځای په لټه نه ځي؛ ځکه دا ځای ورته د امن او هوساینې کور دی.
۵۵ کلن میرویس له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې د دې جومات نه یوازې ساتنه او پالنه کړې بلکې د دې ځای روحاني ارزښت یې هم ژوندی ساتلی. د ده د مینې او ژمنتیا له امله، دغه جومات نه یوازې د عبادت ځای پاتې شوی بلکې د تصوف مرکز هم ګرځېدلی.
نوموړی وايي، دا ځای د تاریخ، عقیدې او ملي هویت یو ژوندی انځور دی چې ساتنه او درناوی یې د ټولو ګډ مسوولیت دی.
د شاه دو شمشېره زیارت او جومات پالونکی میرویس وايي: « اتلس کاله کېږي چې زه د دې زیارت خدمت کوم. د شاه دو شمشېره ولي په نوم دا مشهور زیارت د لیث ابن قیس دی چې دلته د حضرت عثمان(رض) په خلافت کې جهاد ته راغلی.»
د دې زیارت دروازې ته هره ورځ سلګونه زړونه د امید او دعا په لټه راځي، خو دینې عالمان د اسلام له نظره زیارتونو څخه څه غوښتل ناروا او د شرک په څېر ګڼي. هغوی وایي، یوازې الله تعالی ته باید دعا وشي او هېڅوک له هغه پرته د عبادت یا دعا لایق نه دی. خو بیا هم خلک په دې زیارت کې د خدای د رحمت او برکت غوښتنه کوي.
دیني عالم احمد ادریس وايي: « له زیات څخه څه غوښتل ناروا عمل دی. زموږ ځینې هېوادوال زیارتونو ته ځي او د ناپوهۍ له امله له هغوی د خپل حاجت پوره کول غواړي. دا کار ناجایز دی. دوی کولی شي دعا وکړي او له خدای څخه د خپل حاجت پوره کېدل وغواړي.
دا زیارت او مسجد چې د پېړیو تاریخ، عقیدي او معنویت نښي په ځان کې لري، یوازي د عبادت ځای نه دی بلکي د ښار د تاریخي حافظي یوه ژوندۍ برخه هم بلل کېږي. دلته هره ډبره د وخت کیسه کوي، هر دېوال د تېر نسل ایمان او قرباني انځوروي.
د شاه دو شمشېره اصلي نوم لیث بن قیس دی. د اسلامي تاریخ له لومړنیو مجاهدینو څخه و او د روایتونو له مخې، د حضرت علي رضياللهعنه له نږدې ملګرو او قومندانانو څخه ګڼل کېږي. لیث بن قیس به په جګړو کې په دواړو لاسونو توره(شمشېر) نیوه او ډېر زړور، بېساری جنګیالی و چې له همدي امله ورته د شاه دو شمشېره لقب ورکړل شوی او همدلته خښ دی.