جلال اباد ښاریان کابل سیند ته د چټلیو ور پرېښودلو او کثافاتو غورځولو له امله شکایت کوي او وايي، ځینې کسان د خپلو کورونو کثافات د سیند روانو اوبو ته اچوي او د سیند اوبه یې دومره چټلې شوې چې اوس د عامه استعمال وړ نه دي.
د جلال اباد ښار اوسېدونکی مبین وايي: « له هوټل څخه نیولې در اربابانو پورې هرڅه چې ګندګي ده، سیند ته یې ور اچوي، دېته نه ګوري چې دا د تفرېح ځای دی او خلک د چکر لپاره راځي.»
د جلال اباد اوسېدونکی نجیب الله وايي: « د دې چټلیو له امله ماشومان او لویان دواړه ناروغان دي. زه له حکومت غوښتنه کوم چې د سیند غاړه پاکه وساتي او په ډېران له بدلېدو یې مخه ونیسي.»
د جلال اباد اوسېدونکی نور اغا وايي: « ډېرې ناروغۍ له همدې کثافاتو پورته کېږي. له دولت هیله کوو چې سیند ته نږدې کثافات پرې نږدي، ځکه دلته خلک د سیل لپاره راځي.»
په ورته مهال، د ښار کمپونو سیمه کې بیا له یو شمېر ناحیو څخه را ټول شوي کثافات یوه بله ستونزه ده چې د کمپونو اوسېدونکي ورسره مخ دي.
د لومړۍ ناحیې کمپونو سیمې اوسېدونکي وايي، د کورونو مخې ته يې د ویالو کثافات په اوونیو پراته وي او د پاکولو لپاره پر وخت اقدام نه کيږي. دوی شکایت کوي چې د دغو کثافاتو له امله خلکو او په تېره بیا ماشومانو ته ګڼې ناروغۍ پيدا شوې دي.
د دې سیمې یو تن اوسېدونکی رحیم جان وايي: « کله چې ښاروالي لښتي پاک کړي، کثافات د سړک په سر واچوي، بیا نو تر یوې اوونۍ دلته پراته وي. ماشومان چې له کوره را ووځي، په همدې کثافاتو کې لاس وهي. له بلې خوا، ملاریا او محرقه ناروغۍ هم ډېرې شوې دي.»
د سیمې بل اوسېدونکی ذبیح الله وايي: « که نور هېڅ نه وي، مېکروبونه دلته ډېر موجود دي او سرایت کوي. که دا منطقه پاکه وي، میکروبونه به هم نه وي.»
که څه هم په دې اړه مو پر ښاروالۍ سربېره وغوښتل چې د چاپيریال ساتنې ادارې نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره مو ځواب ترلاسه نه کړ مګر د ښاروالۍ مسوولین بیا وايي، د ښار اړوند کثافات په ټاکلي وخت د موظفو ټیمونو له خوا راټول او تر درمل شیندلو وروسته پرې خاورې اړول کېږي.
د جلال اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي وايي: « کومو ځایونو کې چې کثافات وي، هغه په منظمه توګه راټولېږي، بیا اړوند ځایونو ته انتقالېږي او هلته تر دوا شیندلو وروسته تر خاورو لاندې کېږي، ترڅو ناروغۍ خلکو ته انتقال نه شي.»
جلال اباد ښاروالي د ښار په پاک ساتلو کې د خلکو پرهمکارۍ هم ټینګار کوي او وايي، ښاریان باید د ښار پاک ساتلو کې له ښاروالۍ سره همکاري وکړي، کثافات او د خوراکي توکو پاتې شوني په کثافات دانیو کې واچوي.