Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
قوش‌ تپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو چارې پیل شوې

قوش‌ تپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو چارې پیل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/24

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال په ګډون د بېلابېلو ادارو چارواکي او د خصوصي سکټور استازي د جوزجان ولایت قوش‌تپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژې د قرارداد لاسلیک‌ کولو په مخه راټول شوي.

چارواکو په ورځني ژوند کې د برېښنا رول او اړتیا ته په پام، په دې برخه کې د پراختیایي پروژو د زیاتوالي ډاډ ورکوي او زياتوي، د تازه پيلېدونکې پروژې ارزښت ۲۸.۴ ميليون ډالره اټکل شوی چې د درېيو کلونو په موده کې به يې چارې بشپړې او ورسره به ۴۷ زره کورنیو ته برېښنا ورسول شي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د نوې کېدونکې انرژۍ رییس عبدالرحمن رحماني وايي: « د جوزجان ولایت قوش تپې او درزاب ولسوالیو ته د برېښنا رسولو پروژه چې د افغانستان اسلامي امارت له خوا تمویلېږي، شاوخوا ۱.۸۶۸ میلیارده افغانۍ لګښت پرې راځي او معادل یې شاوخوا ۲۸ میلیونه امریکايي ډالر کېږي، د افغانستان یوه داخلي شرکت ته ورکړل شوه. له دې پروژې سره به د قوش تپې او درزاب ټول کلي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي.»

د قراردادي شرکت مسوولان بیا خپلو تېرو کړنو ته په کتو ډاډ ورکوي چې د یادې پروژې عملي چارې به هم د ټاکلو معیارونو او لوړ کیفیت په پام کې نیولو سره، د درېیو کلونو په موده کې بشپړې کړي. 

د سټېټ کارپس شرکت استازی علاءالدین سلیم وايي: « دا د ۲۲۰ کیلو ولټه برېښنا لېن غځوونه ده چې اوږدوالی یې ۸۵ کیلومټره کېږي. دغه لین له شبرغان څخه قوش تپې او بیا درزاب ولسوالۍ ته ځي. همدارنګه د دوو سب سټېشنونو جوړولو هم دي چې یو یې په قوش تپه او بل په درزاب کې جوړېږي. موږ دغو پروژو ته د تجارت په سترګه نه ګورو بلکې دا ملي پروژې دي او موږ یې کیفیت ته پوره ژمن یو.»

د حکومت د پرېکړې له مخې، ټاکل شوې د دې پروژې ټول لګښت د کانونو له عوايدو ورکړل شي. خلکو ته د برېښنا رسولو په موخه په وروستیو کې د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري په پنجشېر کې د پارندې اوبوبند هم ګټه اخیستنې ته سپارل شوی. د چارواکو په خبره، دا بند چې د شاوخوا ۴ مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت لري، نږدې ۴زره کورنیو ته برېښنا ورکولی شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist