د ټولګټو وزارت مسوولان وايي، د کابل ښار د پنځمې حوزې اړوند کمپنۍ ساحه کې دغه پل د کابل-غزنې دويم لین سړک یوه برخه وه چې د۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت يې چاري بشپړې شوې.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وايي: « کوم پل چې نن پرانستل شو، د کابل – غزني لویې لارې د پروژې برخه ده. دا پل ۵۶ متره اوږدوالی، ۱۳.۵ متره سور، ۲.۵ متره پیاده رو لري او د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت په ۹ میاشتو کې جوړ شوی.»
د مسوولینو په خبره، د کابل غزني د دویم لین سړک چارې هم په چټکۍ سره روانې دي او تر یو بریده يې کارونه بشپړ شوي هم دي.
په ورته مهال، ځايي اوسېدونکي وایي، له دې وړاندې به په دې سيمه کې ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته وه او له امله يې له ستونزو سره مخ وو.
دوی غوښتنه کوي چې د کابل ښار د ښکلا په موخه دې د ورته پروژو په تطبيق سره ګڼه ګوڼه کمه شي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « کله چې دا پل نه و جوړ، یوه لاره او یو پل و او له امله یې ګڼه ګوڼه زیاته وه او ټرافیکې پېښې کېدې.»
د کابل یو بل اوسېدونکی وايي: « دا پل کار ښار له اتو جنوبي ولایتونو سره نښلوي. ډېر کله پر دې پله د بیروبار له امله موټر په شاوخوا کوڅې کې تلل راتلل. له دې سره به اوس ګڼه ګوڼه ختمه شي.»
بله خوا، موټر چلونکي هم خوښ دي چې د یاد پل پرانیستنه وشوه. د دوی په اند، د دې پل له جوړېدو سره به په کمپنۍ ساحه کې ټرافیکي پېښې او ګڼهګوڼه کمه شي.
د دې لارې یو تن موټر چلوونکی وايي: « دلته به هره ورځ او په ځانګړې توګه د پنجشنبې په ورځ سخت بیروبار و او لاره به د ساعتونو لپاره بنده وه. له دې پله سره به نور له لار بندان خلاص شو.»
د مسوولانو په خبره، یاد پل۵۶ متره اوږدوالی او۱۳ متره سور لري چې په نهو میاشتو کې يې د جوړولو چارې بشپړې شوي. چارواکو د دې پل او د کابل-غزنې د دويم لین سړک د چارو ښه کیفیت په اړه ډاډ ورکوي.