که څه هم بلخ ولایت د هېواد له مهمو عایداتي ولایتونو دی، خو یو شمېر ولسوالیو کې يې لا هم ستونزې پر ځای پاتې او خلک يې د ژر حل کېدو غوښتنه کوي.
د دې ولایت د چــهاربولک، چاهي او دولت آباد ولــــسوالیو ترمنځ غځېدلې لاره له همدې ستونزو یوه ده چې د اوســـېدونکو په خبره، خلک يې له ګنو ستونزو سره مخ کړي.
د لارې د همدې خرابوالي له امله د ناروغانو مړینه، د ټرافیکي پېښو رامنځته کېدل او لوړه کرایه هغه ټکي دي چې د سیمې د خلکو په خبره، د لارې له جوړېدو بله چاره نه لري.
د سیمې اوسېدونکی سلطان محمد وايي: « که څه هم موږ له چارواکو بار بار غوښتنه کړې، خو دا ځل له امیرالمؤمنین نه غوښتنه کوو چې دا سړک راته جوړ کړي. زموږ خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او ناروغان یې روغتون ته په لارو ژوند بایلي.»
د سیمې بل اوسېدونکی محمد نادر وايي: « دا سړک دومره خراب دی چې د سړک او لښتیو حدود نه ښکاري او هر وخت موټر په کې نښتي وي.»
د لارې خرابوالي دا ستونزې که څه هم دایمي دي، خو د ژمي په راتګ سره دوه برابره کیږي.
دا لاره د ورښتونو پرمهال له خټو او کندو ډکه شي او امله یې د مسافرو د سفر موده اوږديږي او موټر چلوونکي هم ورسره په تکلیف وي.
موټر چلوونکی ګلاب وايي: « تاسو یې ګورئ چې دا یو ساعت کېږي موټر په کې بند او له امله یې د نورو خلکو لاره هم تړلې ده. که د قیر کولو وس نه وي، لږترلږه په دې سړک دې جغل واچول شي.»
سیمه ییز مسوولین هم یادې ستونزې مني او وايي، له اړوند ادارو سره يې شریکې کړې دي مګر تر اوسه يې مثبت ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د چهاربولک ولسوال غلام دستګیر جلالي وايي: « د چهاربولک او چاهي ولسوالیو دغه مواصلاتي لاره اوس ډېره خرابه ده. خلکو ډېرې عریضې راوړې دي او موږ به یې له لوړو مقاماتو سره شریکې کړو؛ هڅه کوو دا لاره ترمیم کړو.»
په ورته مهال، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین ډاډ هم ورکـــــوي چې د همکارو موسسو په مرسته به د دې لارې رغونه پیل کړي.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت ویاند نورالهادي عادل وايي: « د اسلامي امارت د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له خوا هغو کلیو ته لومړیتوبونه ټاکل شوي چې ولسونه یې ستونزې لري. موږ د پروژو په برخه کې بشپړ توازن په پام کې نیولی.»
د معلوماتو له مخې، پر دې ۱۸ کلیومټره اوږد سړک له چهاربولک سربېره، د دولت آباد او چاهي ولسوالیو زرګونه خلک هم تګ راتګ کوي.