د کابل ښار حضوري چمن کې اوس هغه خلک راټول دي چې د ورځي پر ګټلیو پيسو خپلې کورنۍ مړوي او د کور کرایه، درمل او د ژوند نورې اړتیاوې پرې پوره کوي؛ خو په دې ساحه کې اوسمهال د ورځې هره شېبه د لوږې او اندېښني ترمنځ تېرېږي.
په حضوري چمن کې اوس د لوبو په ځای د لسګونه بېوزلو دستفروشانو هغه کراچۍ ولاړې دي چې له دې وړاندې به يې په ښار، کوڅو او واټونو کې درولې وې.
دوی په چمن کې له موجوده وضعیت شکایت کوي او وايي، داسې ځای ته راوستل شوي چې نه پېريدونکی لري، نه سیوری، نه اوبه او نه هم د کار کولو لپاره اساسي شرایط.
دوی د حلال رزق هغه خواریکښان دي چې بيوزلۍ نه دي مات کړې، خو نا څرګند برخلیک يې زړه ور مات کړی.
یو تن کراچي وان وايي: « دا ښه ځای دی، خو خبر دا ده چې ښايي له دې ځایه مو هم بل ځای وشړي؛ زموږ برخلیک روښانه نه دی، ها خوا دېخوا مو شړي.»
یو بل کراچي وان وايي: « موږ به هغه وخت د آرام ساه واخلو چې برخلک مو روښانه شي؛ موږ ته باید پارچه راکړل شي چې له دې ځایه مو څوک نه شړي. یوه اداره راځي خط راکوي او بله اداره بیا دا خط نه مني.»
د یوه بل کراچي وان په خبره: « ما هلته د ورځې دوه درې سوه افغانۍ ګټلې، خو دلته هېڅ نه شته، بس خاورې دي او دوړې.»
حضوري چمن یوازې یو ځای نه بلکې د کابل د خلکو د احساساتو، خاطرو او تاریخ استازیتوب کوي. دا د تېر تاریخ او راتلونکي ترمنځ یو پل دی؛ هغه پل چې ساتنه یې د تاریخ درناوی او د راتلونکو نسلونو حق ګڼل کېږي.
خو کابل ښاریان خوښ دي چې د ګڼه ګوڼې کمولو لپاره دا کسان له واټونو راټول او حضوري چمن ته راوړل شوي دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « زه د یوه پېرودونکي په توګه خوښ یم چې دا خلک له ښار راټول شول، خو دا کراچي وانان بیا ژوبل دي، دلته یې کار نه کېږي. باید دوی ته دایمي ځای ورکړي او څه موده یې مرسته وکړي.»
دا تاریخي میدان نه یوازې د معاصر تاریخ نښه ده، بلکې د لرغوني افغانستان کیسې يې هم په غېږ کې نيولي. د حضوري چمن تېر تاریخ دا څرګندوي چې دا سیمه د لسګونه کلونو تمدني تسلسل لري او همدا راز د غازي لوبغالي ترڅنګ موقعیت یې خاص ارزښت ورکړی چې د سپورټ، یووالي او ملي ویاړ سمبول ګرځېدلی.
په ورته مهال، د کابل ښاروالۍ مسوولان وايي، د کراچي وانانو بې نظمۍ د ښار بڼه بدله کړې وه او له همدې امله يې حضوري چمن ته انتقال کړي.
د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي: « د تجارتي فعالیت له امله یو شمېر دسفروشان چې په همدې ساحه کې یې فعالیت درلود، حضوري چمن ته انتقال شول. حضوري چمن اوس مهال وزګار دی او هېڅ ډول سرسبزي نه لري.»
حضوري چمن یوازې د کابل په زړه کې یو میدان نه دی، بلکې دا د تاریخ، حافظې او ولسي هویت یو ژوندی شاهد دی.
دا پراخه ځمکه له لسیزو راهیسې د کابل د خلکو د خوښیو، ملي جشنونو، سپورټي سیالیو او ټولنیزو راټولېدنو کوربه پاتې شوی.
د اميرعبدالرحمان خان له دورې راهیسې حضوري چمن د کابل د تمدني ژوند یوه نه بېلېدونکې برخه ده؛ هغه ځای چې ولس په کې د نوي کال هرکلی کاوه، لوبې به کيدې او ان ستړو به په کې د دمې په پلمه خپله ساه تازه کوله.