د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو راهیسې ۶.۸ میلیونه افغانان ل ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه په جبري ډول او یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، په تېرو څه باندې څلورو کالونو کې، په کور دننه هم ۱.۳ میلیونه افغانان د طبعیي پېښو له امله له خپلو اصلي سیمو بې ځایه شوي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر دغه راز ویلي: « د اسلامي امارت تر بریا وروسته ۶.۸ میلیونه افغانانو له ګاونډیو او ځینو نورو هېوادونو څخه په جبر يا په داوطلبانه ډول راستانه شوي او دا شمېره د لوړېدو په حال کې ده. په افغانستان کې ثبات او پر ټولې جغرافیا د اسلامي امارت واکمني د کډوالۍ د کمېدو سبب شوي او بهر ته د تلونکو کډوالو په شمېر کې هم د پام وړ کمښت راغلی. دایمي حل او د داخلي بېځایه شویو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې به د کډوالۍ د دایمي حل طرحه اغېزمنه اوسي او د اړوندو حکومتي او نړیوالو ادارو تر منځ به پر همغږۍ سربېره د مرستو جلب، اړتیاوو پېژندل او کاري ساحه روښانه کړي.»
له پاکستانه تازه راستون شوی خان جان وايي: « له حکومت غوښتنه لرو چې موږ ته ځمکه راکړې او نورې مرستې راسره وکړي. موږ غواړو ماشومان مو ښوونځیو ته لاړ شي او ځوانان مو کار پيدا کړي.»
له پاکستانه راستون شوی الله میر وايي: « د پنجاب حکومت ډېر ظالم دی، زموږ کورونه یې وران کړل او شتمنۍ یې لوټ کړې. موږ افغانستان ته تش لاس راغلي یو، هرڅه مو هلته پاتې شول.»
ځينې نور له پاکستانه په بد وضعیت کې تش لاس را ایستل شوي. دغه کسان بیا سرپناه، روزګار او د ژوند نورو لومړنیو اسانتیاو ته د لاسرسي نه لرلو له امله اندېښمن دي.
دوی له اسلامي امارت غواړي چې د دوی ستونزو ته دی جدي پاملرنه وکړي او د ماشومانو د زده کړو د دوام زمینه دې ورته برابره کړي.
راستون شوی حاجي حسن وايي: « د پاکستان حکومت په زور را و ایستلو. زموږ اوبه، برېښنا، ټیلفونونه او هرڅه یې بند کړل او ورپسې یې را وشړلو.»
راستنه شوې خان بي بي وايي: « زه خوشاله یم چې خپل وطن ته راغلم، هلته نور ژوند سخت و. له حکومت غوښتنه کوم چې له موږ سره مرسته وکړي، ځکه ژمی دی او هوا سړه ده. له موږ سره ماشومان دی او اوسمهال سرپناه نه لرو.»
که څه هم له دواړو ګاونډیانو ایران او پاکستان څخه افغان کډوال په جبري توګه یا هم په خپله خوښه افغانستان ته ستانه کېږي، خو د کابل او اسلام اباد ترمنځ د اړیکو خرابېدو سره پاکستان بیا د افغان کډوالو د راستنولو بهیر خورا چټک کړی دی.
ځینې افغان کډوالو شکایت کوي چې د دوی په کورونو چاپې وهل کیږي، حتا تر دې چې دوی ته دا موقع هم نه ورکول کیږي چې خپل وسایل را ټول او هېواد ته را ولېږدوي.