نورستان د هېواد په شمال ختیځو غرونو کې لرې پروت ولایت دی چې هر کال ژمی په کې نسبتا زیاته واوره ورېږي. د دې ولایت اوسېدونکي د خپلو اندازو له مخې وايي، د تېرو کلونو په پرتله سږ کال زیاته واوره شوې. دوی وايي، د زیاتې واورې ورښت سبب شوی چې دوی آباد کال او تر ځمکې لاندې اوبو د زېرمو ډکېدو ته هیله پيدا کړي.
د نورستان خلک له دې سره هممهاله وايي، په ژمي کې کار او کاسبي نه وي چې دا مسئله بیا دوی د سون موادو، ګرمو جامو او خوراکي توکو له کمښت سره مخامخ کړي چې په وینا یې، له چارواکو د سون موادو، ګرمو جامو او خوراکي توکو په برخه کې مرسته وکړي.
د نورستان اوسېدونکی جیګر وايي: « سږ کال ډېره واوره وشوه او وطن ورسره ښکلا پیدا کړه. انشالله راتلونکی کال به آباد وي.»
د نورستان اوسېدونکی جمال الدین وايي: «دلته خو نور کاروبار هم نه شته او چې څه دي، هغه د واورو له امله بند دي؛ ځکه خلک له کور نه شي وتلی. په نورستان کې زراعت کم دی او اراضي یې تر ډېره غرونه دي. زه له حکومت او موسسو غوښتنه کوم چې ژمي کې نورستان ته پاملرنه ډېره کړي.»
په همدې حال کې د دې ولایت مسوولین بیا وايي، د واورینې څپې له راتګ وړاندې دوی بشپړ چمتووالی نیولی و او نه یوازې به خلکو ته بشري مرستې رسوي، بلکې د واورې ورښت له امله بندې شوې لارې به هم خلاصوي.
د نورستان والي ویاند فریدون صمیم وايي: « زموږ ادارې له هر پلوه چمتو دي. د ټولګټو ریاست د لارو خلاصولو له پلوه ډاډ ورکوي او د پېښو پر وړاندې مبارزې ریاست د مرستو لپاره چمتو دي. د واورې له پيل وړاندې هم ۳۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه. موږ ډاډ ورکوو چې لارې به نه بندېږي او دولتي خدمات به نورمال روان وي.»
له بلې خوا، د چاپېریال ساتنې برخې کارپوهان بیا په نورستان کې سږکال د واورې زیات ورښت ته په اشارې، دا هیله څرګندوي چې د طبعي یخچالونو په رامنځته کېدو سره به ترځمکې لاندې د اوبو زېرمې هم ډکې شي.
د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه انجینیر منیب الرحمن وايي: « کله چې ځمکه په واوره وپوښل شي، دا واوره او اوبه په تدریج سره ځمکې ته جذبېږي. همدارنګه واوره د سیندنو د سرچینو په تغذیه کې مهم رول لري.»
نورستان د افغانستان په شمال ختیځو غرنو کې پروت ولایت دی چې په ژمي کې د واورې ورښت په کې زیات وي.
د پسرلي په راتګ سره چې کله د هوا تودېدل واورې وېلې کړي، نه یوازې د دې ولایت د خلکو ستونزې هواروي بلکې په سیندونو کې د اوبو سطحه هم ورسره لوړېږي.