که څه هم د هېواد په شمال کې تر ځمکې لاندې د نفتو پراخې زېرمې شته دي او له ځینو یې عملا ً نفت هم ایستل کېږي، خو ځايي خلک بیا په بازارونو کې د نفتو له لوړو بیو شکایت کوي.
مزار شریف ښار کې موټر چلوونکي وایي، تر پخوا د نفتي توکو کیفیت ښه شوی، خو د لوړو بیو له کبله یې نه شي کولی د موټرو لګښتونه پوره کړي.
دوی وايي، که چېرې د تېلو بیې ټیټې شي، نو دوی به د موټرو په کرایو کې هم کمښت راولي.
موټر چلونکی ناصر وايي: « لګښتونه ډېر دي، ګاز او تېل ګران دی او د کرایې په وسیله یې نه شو پوره کولی. که تېل او ګاز ارزانه شي، موږ به کرایې راټیټې کړو.»
موټر چلونکی قطب الدین وايي: « له څه مودې راهیسې د تېلو کیفیت ښه شوی، خو بیې لوړې شوې دي. که تېلو بیې ټیې شي، موږ به هم کرایې ټیټې کړو.»
له بلې خوا، په شمال کې د نفتي موادو ځینې سوداګر بیا په داسې حال کې چې د حکومت له لوري د بې کیفیته تېلو د واردلو مخنیوي هرکلی کوي، خو ټینګار یې دا دی چې د آمو سیند قشقري حوزه کې د نفتو ایستلو کچه دې زیاته او په کور دننه دې وپلورل شي.
د نفتي توکو سوداګر حیات الله امیري وايي: « که څه هم د خپلو تېلو قرارداد له کورنیو سوداګرو سره هم کېږي، خو موږ له حکومت غواړو چې د ټولو کورنیو تولیداتو قرارداد له داخلي سوداګرو سره وکړي، په دې سره به هم خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم به د تېلو بیې ارزانه شي. که دا کار وشي، زه ډاډ در کوم چې د پټرولو بیې به د هر لېټر په حساب تر ۵۰ افغانیو راټیټې شي.»
د نفتي توکو سوداګر حاجي محمد نعیم وايي: « اوس چې د قشقري نفت بازار ته راځي او دلته تصفیه کېږي، پر بازار یې ډېر اغېز کړی. دا تولیدات د شمالي ولایتونو لپاره بسنه کوي، خو موږ له حکومت غوښتنه کوو چې استخراج ډېر کړي، ترڅو ټول افغانستان ته ورسېږي.»
دوی دا هم وايي چې په کور دننه د اومو نفتي موادو د پروسېس او تصفیې امکانات موجود دي، نو له هېواده بهر د پروسېس لپاره یې د لېږلو اړتیا نه شته.
په همدې حال د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین وایي، دا مهال د قشقري نفتو له څاه ګانو استخراح د افغان مسلکي انجنیرانو په مټ ترسره کېږي او ورځ تر بلې د استخراج کچه په لوړېدو ده او په افغان سوداګرو پلورل کېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي: « لکه څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست، د آمو دریا نفتي حوزې قرارداد له چینايي شرکت سره فسخ شو او اوس د افغان انجینرانو له خوا مدیریت کېږي. له دې حوزې څخه استخراج کېدونکي خام نفت ټول پر هغو افغان سوداګرو پلورل کېږي چې دلته د نفتو د تصفیې معیاري چاڼ ځایونه لري. وزارت هڅه کوي د نفتو د استخراج کچه لوړه کړي او دا به په بازار کې په نرخونو هم اغېز ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د سرپل ولایت قشقري له نفتو زېرمو استخراج شوي ۱۸ زره ټنه خام نفت په کور دننه د آزادې بولۍ له لارې پرافغان سوداګرو وپلورل شوه چې ورسره په بازارونو کې د تېلو کیفیت ښه او بیې را ښکته شوې.