Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
اروپايي ټولنه: په افغانستان کې له ۲۱میلیونه زیات خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

اروپايي ټولنه: په افغانستان کې له ۲۱میلیونه زیات خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/22

اروپايي ټولنه وايي په افغانستان کې له یوویشت میلیونه زیات خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري.
تر ځمکې لاندې اوبو زیرمو کمښت او د څښاک پاکو اوبو ته نه لاسرسی هغه ننګونې دي چې د افغان حکومت سربېره د نړیوالو سازمانونو اندیښنې یی هم راپارولي دي.
اروپايي ټولنې تازه په یوه خپاره کړي راپور کې په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته د خلکو د نه لاسرسي په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اروپايی ټولنې دفتر دا هم ویلي دي چې له نورو مرسته کوونکو هېوادونو سره په ګډه هڅه کوي، چې دغه بحران حل کړي.
د اسیا لپاره د اروپايي ټولنې د بشري مرستو دفتر په راپور کې راغلي دي: « په افغانستان کې د کلونو جنګ جګړو او د اقلیمي شرایطو د لا خرابیدو له امله اوبه کمیابه شوې دي او په افغانستان کې له یوویشت میلیونه څخه زیات خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نلري. د اروپايي ټولنې دفتر له نورو مرسته کوونکو هېوادونو سره یو ځای هڅه کوي، چې د افغانانو د کورونو ترڅنګ ژورې څاه ګانې وباسي او لاسي پمپونه ولګوي.
په ورته وخت کې د ماشومانو لپاره ملګرو ملتونو د اماناتو صندوق یا یونسف هم ویلي دي چې د نورو ستونزو ترڅنګ وچکالي هم د افغان ماشومانو روغتیا ګواښي.
په همدې حال د کابل ښار ځینې اوسیدونکي له دغه حالته سر ټکوي او وايي چې د څښاک پاکو اوبو د ترلاسه کولو لپاره هره ورځ د اوږد واټن مزل کوي. دوی له افغان حکومته او نړیوالو سازمانونو غواړي چې ددغې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه پورته کړي.
د کابل اوسېدونکی نورالله وايي: « موږ د اوبو مشکل لرو، کور مو ډېر لرې دی کله اوبه وې او کله نه وې، موږ څه وکړو ډېر یخ هم دی چې اسمان وریځ وې اوبه بیا نه وې.»
د کابل ښار اوسیدونکی فرزاد وايي : « اوس خو ژمی دی ډېر وخت لمر وې، خلک په اوونیو اوبه نلري.
د کابل بل اوسېدونکی احمد فرهاد وايي: « هیله لرو چې مسوولین د اوبو او اوبو رسولو پروژو برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
دغه حالت ته په کتو دا پوښتنه مطرح کېږي چې په افغانستان کې حکومتونو ولې د اوبو د ښه مدیریت لپاره پلان او ستراتیژۍ نه وې جوړې کړې؟
د چاپیریالي مسایلو کارپوه سید شاه ګهرپور وايي: « د اوبو بنسټیزو سرچینو، هایدرولیکې سیمو ته ناپاملرنه، اوبو منظم دوران نشتوالی، د طبیعي سرچینو نه ساتنه او نه پاملرنه، د افغانستان اسعاري زیرمو ته نه لاسرسی، د ملګرو ملتونو او نړیوالو بنسټونو نه همکاري په افغانستان کې د څښاک پاکو ته نه لاسرسي کچه لوړه کړې ده.»
و مو غوښتل چې په دې اړه د حکومتي چارواکو نظر هم راواخلو خو د دوی د نظر په ترلاسه کولو بریالي نشو.
دا لومړې ځل نه دی چې یوه نړیواله اداره په افغانستان کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسی په اړه اندېښنه څرګندوي تر دې مخکې ملګرو ملتونو هم په ځلونو ورته اندیښنې څرګندې کړې وې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist