د ازبېکستان ولسمشر وايي، افغانستان د دوی د تعامل له مهمو برخو څخه دی او دوی ټول دا ګډه هیله لري چې یو با امنه او با ثباته افغانستان چې په معنی لرونکي پرمختګ متمرکز وي لیدل غواړي.
شوکت میرضیایف چې د منځنۍ آسیا او جاپان لومړنۍ سرمشریزې ته وینا کوله وویل، دی ډاډه دی چې د دوی ګډ ګامونه او همکاري به د خلکو ټولنیز- اقتصادي ژوند کیفیت لوړ کړي او په سیمه ییزو اقتصادي پروژو کې به د افغانستان فعال ګډون ته زمینه برابره کړي.
د ازبېکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي: « موږ دا غونډه داسې مهال جوړو چې همدا اوس د نړۍ د سترو ځواکمنو هېوادونو ترمنځ د نړیوال سیاست او د جیوپولوټیکس په تړاو لانجې لوړې کچې ته رسېدلې دي او د دوی ترمنځ یې باور کم کړی. په دا ډول شرایطو کې د دې توان چې د سولې او ثبات لپاره په متحدانه ډول هلې ځلې وکړو، دا له خورا زیات اهمیت څخه برخمن دی.افغانستان زموږ ترمنځ د تماس یوه مهمه برخه ده. موږ یو متحد هدف لرو چې هغه په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت او معنی لرونکي پرمختګ لپاره د افغانستان حرکت دی. زه ډاډه یم چې زموږ ګډ اقدامات او مرسته به د خلکو د ژوند کیفیت لوړ کړي او ټولنیز اقتصاد او زېربناو ته به وده ورکړي.»
د منځنۍ آسیا او جاپان سرمشریزه وړمه ورځ په ټوکیو کې پیل شوې او دوه ورځنۍ به دوام وکړي. دې سرمشریزه کې د جاپان لومړي وزیر او د مرکزي آسیا د پنځو هېوادونو قزاقستان، قرغېزستان، تاجیکستان، او ازبېکستان مشرانو ګډون لري.
بل پلو، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران له افغانستان سره د اړیکو د لا پیاوړتیا لپاره جدي هڅې روانې کړې دي، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې په اوږدو کې د همکاریو پراخولو ته پاملرنه کوي.
نوموړي دا څرګندونې د افغانستان پولې ته څېرمه د ایران سوېلي خرسان ولایت ته د سفر پر مهال کړې او ټینګاریې کړی چې سرحدي سیمې د دواړو هېوادونو د اړیکو مهمه کړۍ بلل کېږي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، پزشکیان د سوېلي خرسان له والي غوښتي چې له افغانستان سره د اقتصادي، سوداګریزو او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره عملي ګامونه واخلي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: « د سوېلي خراسان والي ته صلاحیت ورکړل شوی چې له افغانستان سره د اړیکو او تعامل بهیر ګړندی کړي او د سرحدي همکاریو پراختیا کولی شي د امنیت، سوداګرۍ او د خلکو ترمنځ د اړیکو په ښه کېدو کې مهم رول ولوبوي.»
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ازبېکستان او ایراني مشرانو د وروستیو څرګندونو هرکلی کړې او وايي، افغانستان په سیمه ییز اتصال او د هېوادونو ترمنځ د همکارۍ په برخه کې د یوه مهم هېواد په توګه مطرح دی او غواړي د سیمې له ټولو هېوادونو سره همکاري پراخه کړي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « دا یو رغنده او مثبت دریځ دی او موږ د دوی د دې موقف تایید او ستانه کوو. افغانستان د ازبېکستان او جاپان په ګډون له زیات شمېر هېوادونو سره ښې او مثبتې اړیکې لري او غواړي له ټولو هېوادونو سره مثبت تعاملات زیات کړي. نور هېوادونه هم کولی شي د ازبېکستان په څېر په افغانستان کې د اقتصادي او بنسټیزو پروژو ملاتړ وکړي او د افغانستان او سیمې په ثبات کې خپل رول اداء کړي.»
د سیاسي چارو کارپوهان بیا د افغانستان امنیت او دایمي ثبات د ټولې سیمې او نړۍ په ګټه بولي او له هېوادونو غواړي چې له افغانستان سره خپلې اړیکې پیاوړې او رغنده تعامل وکړي.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « افغانستان د منځنۍ او سوېلي آسیا ترمنځ د پل حیثیت لري. زه فکر کوم د افغانستان امنیت او دایمي ثبات هم د افغانستان او هم سیمې په ګټه دی. زه هیله لرم زموږ نور ګاونډیان هم د منځنۍ آسیا د هېوادونو په څېر نېکو اړیکو لرلو ته مخه کړي، د افغانستان ثبات او امنیت د ځان ثبات او امنیت وګڼي.»
د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « هېوادونه باید د افغانستان په اړه د فشار له سیاست څخه لاس واخلي او تعامل ته راشي. دوی باید د افغانستان په ثبات کې رغنده رول ولوبوي او همداسې باید اسلامي امارت هم د اقتصاد محوره سیاست له مخې، په نړیواله ټولنه کې مدغم شي.»
د ازبېکستان ولسمشر د غبرګولي په ۲۱ مه تاشکند د پانګونې نړیوال فورم کې هم د خبرو پر مهال د افغانستان له اوسني حکومت سره د رغنده خبرو اترو پر اړتیا له ټینګار سره وویل، د اسلامي امارت د انزوا دوام د سیمې په ګټه نه دی بلکې اوس تر هر بل وخت د افغانستان له اوسني حکومت سره خبرې او تعامل ډېر اهمیت لری.