Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پنجشېر سیمه‌ییز چارواکي په دې ولايت کې د بشپړامنيت ډاډ ورکوي

د پنجشېر سیمه‌ییز چارواکي په دې ولايت کې د بشپړامنيت ډاډ ورکوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/17

پنجشیر هغه ولایت دی چې اکثریت ولسوالۍ يې د غرونو په منځ کې پرتې دي. هوا يې سړه او يو شمېر اوسېدونکي يې په غرنیو او صعب العبورو سیمو کې اوسېږي.

خو د ژوند هغه کړاوونه يې چې له امنيتي وضعيت سره تړلي وو، ختم شوي دي. والي يې ډاډه دی چې اوس د پنجشېر اوسېدونکي په ډاډمن امنيت کې ژوند کوي او له دې پلوه هېڅ اندېښنه نه لري.

پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم وايي: « د افغانستان ټول ولس ته له دې ځایه اطمینان ورکوم چې پنجشېر د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې تر ټولو امن ولایت دی. د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې، پنجشېر تېر کال هم لومړی درجه امن ولایت او سږ کال هم امن ولایت دی. د پنجشېر ټول خلک له امنیت راضي دي او هر څوک په خپل کار بوخت دی، په تېرو درېیو کالو کې هېڅ ډول امنیتي پېښه نه ده شوې.»

نه يوازې دا چې تېرو کلونو کې په پنجشېر کې امنيتي پېښې نه دي شوي بلکې چارواکي يې دلته د جنايي جرمونو د کچې خورا ټيټوالي خبر هم ورکوي.

دوی وايي، اوس يې ټوله هڅه په دې ولایت کې د بیا رغونې پروژو پر تطبيق او عامه خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي لا زياتول دي.

پنجشېر والي په دې اړه وايي: « د جنايي پېښو په اړه باید درته وایم چې پنجشېر ولایت کې موږ تر ټولو لږې پېښې او حادثې لرو. موږ یوځل کورنیو چارو وزارت ته لاړو، هغوی وویل چې ولې د پېښو راپور نه ورکوو؛ زموږ ځواب دا و چې هلته پېښې نه شته، نو راپور د څه شي درکړو.»

له ولسوالیو سربېره د مرکز بازارک اوسېدونکي، دوکانداران او کارګران ټول په خپلو عادي کارونو بوخت دي او خوښ دي چې په ډاډه زړه له وېرې پرته خپل کارونه کوي.

هټۍ وال سیدالرحمان وايي: « امنیت ښه دی، آرامي ده او خلک په خپل کاروبار او روزګار بوخت دي.»

هټۍ وال اسدالله وايي: « وضعیت ښه دی، تاسو وینئ چې خلک په خپلو کارونو بوخت دي، سوداګري کوي او خوښ دي.»

کاروباري وحیدالله امیري وايي: « د خدای فضل دی کاروبار ښه دی او امنیت هم تأمین دی. که څه خبره وي، چارواکي او مسوولین هم له خلکو سره همکاري کوي.»

د کاني زېرمو له پلوه هم پنجشېر د هېواد په کچه له غني ولایتونو دی او زمرد يې نړيوال شهرت لري. اوس يې استخراج د حکومت تر څارنې لاندې ترسره کېږي او هملته د سوداګرو ترمنځ د آزادې داوطلبۍ له لارې پلورل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist