Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
بریټانیا له خپلو وګړوغوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي

بریټانیا له خپلو وګړوغوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/17

بریټانیا خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې چې افغانستان ته له هر ډول سفر کولو ډډه وکړي. د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ويلي، د افغانستنان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه لا هم حل شوې نه ده او د دواړو هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لارې تړلې دي.

د بریټانیا بهرنیو چارو وزارت ویلي: « اوسنی وضعیت داسې نه دی چې د خوندي سفر ضمانت ورکړل شي. له همدې امله له ټولو وګړو غوښتنه کوو چې افغانستان ته د سفر له هر ډول پلان څخه ډډه وکړي. د افغانستنان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه لا هم حل شوې نه ده او په بېلابېلو سیمو کې د تګ راتګ مهمې لارې تړلې پاتې دي چې دا حالت د بهرنیو وګړو لپاره جدي خطرونه رامنځته کوي.»

په اعلامیه کې د دې سپارښتنې موخه د بریټانوي وګړو خوندیتوب بلل شوی او ټینګار شوی چې تر بلې خبرتیا پورې له سفر ډډه وکړي.

که څه هم معمول دا دی چې اکثره هېوادونه د خپلو وګړو د خوندیتوب لپاره دا ډول اعلامیې له نښتو وروسته سملاسي خپروي، خو بریټانیا دا اعلامیه داسې مهال خپروي چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له وروستۍ نښتې شاوخوا ۱۱ ورځې تېرېږي.

حکومت بیا د امنیتي وضعیت په اړه دا ډول ادعاوې ردوي. د اسلامي امارت د ویاند مرستیال قوانینو او اصولو د مراعاتولو په صورت کې د بهرنیو وګړو امنیت خوندیتوب د حکومت مسوولیت ګڼي او ډاډ ورکوي چې سیلانیان دې په دې اړه اندېښنه نه‌کوي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي: « د افغانستان په اړه دا ډول اندېښنې بېځایه دي او افغانستان په اجازه او وېزه باندې راغلي بهرنیان خوندي دي او که د افغانستان له قوانینو سرغړونه ونه کړي، هېڅکله به ونه نیول شي. د هغوی امنیت او ورته د اسانتیاوو رامنځته کول د مختلفو ارګانونو پر غاړه دي.  افغانستان اوس امن دی او هر کال زرګونه سیل کوونکي له مختلفو ځایونو لیدنه کوي.»

بله خوا، افغانستان ته یو شمېر راغلي بهرني سیلانیان بیا امنیتي وضعیت د ډاډ وړ بولي او وایي، د حکومتي مسوولانو او خلکو چلن ورسره ډېر نرم او دوستانه دی. دوی د افغانستان تاریخي سیمو، اوږد تاریخ او د لیدلو وړ ځایونو ته په کتو له نورو سیلانیانو هم دلته د راتګ غوښتنه کوي.

افغانستان ته په سیل راغلې الووېیا وايي: « زه به حتما هغه کسان چې وېرېږي، وهڅوم ترڅو افغانستان ته راشي. ځکه خلک یې ډېر دوستانه او مېلمه‌پال دي. موږ د طالبانو له لوري هېڅ ستونزې سره مخ شوي نه یو. د تلاشۍ ډېر ځایونو وو، خو یوازې یې زموږ اسناد کتل او اجازه یې راکوله.»

سیلانۍ کاټلین ګراهما وايي: « کله چې موږ افغانستان ته راغلو، که څه هم دا جګړه ‌ځپلی هېواد دی او په اړه یې ناسم پوهاوی شته؛ خو ډېر په زړه ‌پورې طبیعت لري، خلک یې ډېر دوستانه دي. د لیدلو وړ ډېرې سیمې لري. له بده‌ مرغه دلته د تېرو پېښو له امله ډېر کسان نه ‌دي ورغلي. د خلکو چلن ډېر په زړه ‌پورې دی.»

د راپورونو پر بنسټ، د ۲۰۲۴زېږدیز کال د لومړیو درېیو میاشتو په پرتله، روان کال افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ په میاشتنۍ کچه شاوخوا ۳۳ سلنه زیات شوی.

معلومات ښیي چې یوازې تېره یوه میاشت کې له بېلابېلو هېوادونو نږدې ۱۰۰۰تنه سیلانیان له هوایي او ځمکنیو لارو افغانستان ته راغلي او له تاریخي او تفریحي ځایونو یې لیدنه کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist