په تېره شل کلنه جګړه کې هلمند یوه له هغو ولایتونو دي چې د جګړې دروند بار یې پر اوږو پروت و او خلکو ته یې له درنو ځاني زیانونو سربېره، پراخ مالي زیانونه هم اوښتي. جګړې د هلمند له ډېرو خلکو زرګونه کورونه، سوداګریز مرکزونه، باغونه او نورې شتمنۍ اخیستې دي.
حکومت تازه د دې ولایت په درېیو ولسوالیو کې ١٣٤ کورونو د جوړېدو او ترمیم خبر ورکړی.
د دې کورونو له ډلې ٩٧ کورونه ترمیم یا بیارغول کېږي او ٣٧ نور یې بیا په معیاري ډول په ١٣٠ زره امریکایي ډالرو د افغانستان لپاره د بیارغوني او پراختیا موسسې په مالي ملاتړ جوړېږي.
افغانستان لپار د بشري او پراختیایي چارو موسسې مسوول نظام الدین ځاځی وايي: « جمله ۱۳۴ پروژې دي چې د هلمند په درېیو ولسوالیو نهرسراج، سنګین او مارجه کې به پلې شي. د کورونو جوړولو دا پروژې دوه ډوله دي، یو یې له تهداب څخه نوي کورونه جوړېږي او بل ډول یې د لږ ویجاړو کورونو ترمیم دی. په دې ۹۷ کورونه ترمیمېږي او ۳۷ نور له تهداب څخه جوړېږي. په دې کورونو ۱۳۰ زره امریکايي ډالر لګښت راځي.»
د دغو ولسوالیو له ډلې یوه هم نهرسراج ولسوالي ده چې د اوسېدونکو سلګونه بابه کورونه یې په تېرو جګړو کې ویجاړ شوي، خو خلک وایي د بېرته رغولو توان نه لري.
دوی خوښ دي چې اوس یو شمېر کسانو ته کورونه جوړېږي، خو غوښتنه کوې چې د پاتې سلګونه نورو کورنیو سره دې هم مرسته وشي.
د هلمند اوسېدونکی سردارعبدالولي وايي: « دا کورونه د تېر حکومت پرمهال ونړېدل، اوس دا موسسې راغلې او موږ سره د کورونو په جوړولو کې مرسته وکړه. دا زموږ سیمه د جګړې لومړۍ کرښه وه او دلته ډېر زیات کورونه ویجاړ شوي دي.»
د هلمند بل اوسېدونکی محمد عوض وايي: « دلته داسې کورنۍ شته چې کونډې او یتیمان پاتې دي. د دوی کورونه باید حتمن ورغول شي.»
د نهرسراج ولسوالۍ سیمه ییز مسوولین وایي، د اسلامې امارت له راتلو سره یې لسګونه کورونه جوړ کړي او اوس هم په یاد پروګرام کې ٢٧ کورونه بیا رغول کېږي.
د نهرسراج ولسوالۍ د قریه جاتو مدیرغلام محمد شریف وايي: « په جګړو کې ډېر زیات کورونه جوړ شوي، خو موږ د دې پروګرام له پیل کولو سره ۲۵ کورونه په نهرسراج ولسوالۍ کې جوړل کړل. په دې کورونو کې دوې خونې، یو تشناب او برنډه شامل دي.»
د معلوماتو له مخې، د تېرو شلو کالو جګړو له امله یوازې په سنګین، مارجې ، نوزاد او مرکزي سیمو کې د عامه خلکو تر ٥ زرو زیات کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند په ټولو ولسوالیو کې خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي چې د کورونو، باغونو او نورو شتمنیو تخریب په کې شامل دی.